ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه سرتېري دوه امريکايي عسکر ووژل

author avatar
27 Aug 2012 - 10:35
author avatar
27 Aug 2012 - 10:35

کابل-جلال اباد (پژواک ٦ وږى ٩١): د ملي اردو يوه سرتېري د ايساف پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې او دوه سرتېري يې وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې عملياتي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پوځ کې دننه د داخلي بريدونو په لړ کې نن د ملي اردو يوه سرتېري په لغمان ولايت کې پر ايساف ځواکونو ډزې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، د ايساف ځواکونو په ځوابي ډزو کې د ملي اردو ياد سرتېرى هم وژل شوى دى.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د پېښې پخلى کړى او زياته کړې يې ده، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د لغمان د الينګار ولسوالۍ د وارنټا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د قول اردو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک سرتېرو په ياده سيمه کې د ماينونو شنډولو ته روان و، چې هلته د ايساف يوه ګزمه هم بنده پاتې وه.

د نوموړي په وينا، د ملي اردو يوه سرتېري، له خپل موټره تر راښکته کېدو وروسته پر امريکايي سرتېرو سهواً ډزې کړې، دوه يې وژلي او په خپله د وارخطايۍ له امله تښتېدلى و.

هاتفي وايي، چې وروسته دغه سرتېرى د ايساف د هوايي ځواک له لوري په نښه او ووژل شو.

طالب وياند ذبيح الله هم پېښه تاييدوي او وايي، چې د ملي اردو يوه سرتېري شپږ امريکايي سرتېري وژلي او په ځوابي ډزو کې دوه د اردو سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په لغمان کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.

د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٣١٢ تنو ته ورسېد، چې ٢٤٢ يې امريکايي دي.

دوه اوونۍ مخکې (د زمري ١٩مه) د لغمان د مرکز مهترلام ښار اړوند په يوه پوځي مرکز کې د ملي اردو يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې، د ايساف سرتېري له دغه بريده روغ وتلي وو، خو بريد کوونکى سرتېرى په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په پوځ کې دننه د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو د بريدونو لړۍ تُنده شوې ده.

په روان زېږديز کال کې تر اوسه د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو ٣٠ بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٤٢ سرتېري وژل شوي دي.

پر دې ډول بريدونو ناټو او امريکا ژوره اندېښنه ښودلې ده، تېره اونۍ د امريکا لوى درستيز پر همدې موضوع د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلى و او له افغان چارواکو سره له خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دغو بريدونو د مخنيوي په موخه دې يو کمېسيون جوړ شي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.