ميمنه (پژواک ٦ وږى ٩١): د فارياب په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د سر ښوونکي په دار ځړول شوى مړى موندل شوى دى.
د پشتونکوټ امنيه قوماندان سمونوال محمدکبير محمدزي د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى سرښوونکى حميدالله نومېده او په سيمه کې د نجونو د يوه ښوونځي سر ښوونکى و.
د نوموړي په وينا، د هغه مړى نن په يوه بڼ کې په داسې حال کې وموندل شو، چې په دار ځړول شوى و.
محمدزي زياته کړه، تر اوسه دا نه ده معلومه، چې حميدالله د بل چا له خوا وژل شوى او که يې په خپله ځان وژنه کړې ده.
د فارياب د پوهنې رييس غلام سخي بيان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته هم د يادې پېښې قضيه روښانه نه ده، خو زياتوي چې د دوى د معلوماتو له مخې، هغه د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى دى.
نوموړى وايي، چې په ياد ښوونځي کې ٣٠٠ زده کوونکې پر زده کړو بوختې دي او له دولت څخه يې د ښوونځيو د امنيت د خوندي کولو غوښتنه وکړه.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسولا عبدالخالق اقساى د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن