ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې نهه تنه ووژل شول

په فارياب کې نهه تنه ووژل شول

author avatar
27 Aug 2012 - 13:11
په فارياب کې نهه تنه ووژل شول
author avatar
27 Aug 2012 - 13:11

ميمنه (پژواک، ٦ وږى ٩١): د فارياب د ګرزيوان او غورماچ په ولسواليو کې د نښتو له امله د دولت پنځه وسلوال مخالفين، يو ملکي وګړى او درې اربکي ووژل شول او اووه تنه ټپيان شول.

د ګرزيوان ولسوال عبدالرزاق کاکړ پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ غرمه مهال لسګونو موټرسايکل سپرو وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ د کيکاووس او پرېش په سيمو کې بريدونه وکړل او د څو ساعتونو لپاره يې يادې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د هغه په وينا، بريدګرو د اربکيو يوه امنيتي پوسته هم تر بريد لاندې راوسته، خو د سيمه ييزو پوليسو په ور رسېدو نښتې زور واخيست، چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

کاکړ زياته کړه، چې په دې پېښه درې اربکي هم وژل شوي او د عبدالحکيم په نوم د اربکيو د يو سرګروپ په ګډون درې نور يې ټپيان شوي دي.

اربکي، قومي ځواک ته ويل کېږي، چې پرته له تنخواه د خپلې سيمې په امنيت کې برخه اخلي، خو اوس دغه نوم هغه ځواک ته اخيستل کېږي، چې د دولت په چوکاټ کې رسميت نه لري، خو د دولت له خوا د وسلوالو مخالفينو پر ضد تجهيز او تمويليږي.

د ګرزيوان ولسوال وايي، چې دغه بريد د وسلوالو طالبانو له خوا د ګرزيوان لپاره د نومول شوي ولسوال مولوي يارمحمد او د هغه مرستيال مولوي حفيظ الله رهبري کاوه، چې د افغان ځواکونو د ځوابي بريد په پايله کې طالبان غرونو ته وتښتېدل.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى وايي، چې طالبانو لومړى د مولوي يارمحمد په رهبرۍ د پښتونکوټ د ګليم باف په سيمه بريد وکړ، خو کله چې يې بريد د افغان ځواکونو له خوا مات شو، نو د ګرزيوان پر دوو سيمو يې بريدونه وکړل.

د هغه په وينا، د ګرزيوان په نښته کې د سيمې يو اوسېدونکى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ګرزيوان ولسوالۍ يو قومي مشر عبدالغني وايي، چې که دولت د دوى د سيمې امنيت ته پام ونه کړي، نو امنيت به يې له غورماچ ولسوالۍ بدتر شي.

د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي، چې طالبان د غورماچ ولسوالۍ په سيمو کې فعاليت لري او بريدونه کوي.

د فارياب امنيه قوماندان وويل، چې تېر ماښام د وسلوالو طالبانو يو ګروپ د غورماچ ولسوالۍ د اب ګرمک په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.