جلال اباد (پژواک ٧ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې په نورستان ولايت کې په دوو بېلابېلو نښتو کې اته وسلوال مخالفين او يو سرحدي پوليس وژل شوى دى.
د نورستان والي تميم نورستاني د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د کامدېش ولسوالۍ د کوماريګل په سيمه کې دوو سيمه ييزو ځوانانو پر وسلوالو طالبانو بريد وکړ او دوه يې ووژل.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې له يادو ځوانانو يو يې وژل شوى او بل ټپي دى، چې د پوليسو له خوا روغتون ته وړل شوى دى.
بلخوا په همدې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان سمونوال ولي خان شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې شپږ وسلوال طالبان او يو سرحدي پوليس وژل شوى دى.
د هغه په وينا، په دې نښته کې يو پوليس ټپي دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښته کې د شپږو پوليسو د وژلو ادعا کوي، خو د خپلو وسلوالو په اړه څه نه وايي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن