غزني ښار (پژواک، ٧ وږى ٩١): د غزني چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه کې څلور تنه ووژل شول.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد حسين د وږي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر شاوخوا په پنځو بجو د غزني ښار اړوند په بابا سيمه کې د ملکي وګړو يو موټر د سړک غاړي پر ماين ختلى، چې له امله يې د يوې کورنۍ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې دوه مېرمنې، يوه نجلۍ او يو هلک شامل دي.
د ده په وينا، يو بل تن چې ټپى شوى، په غزني ښار کې ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، چې دوى ته له دغې پېښې څخه د څلورو کسانو مړي او يو تن په ټپى حالت کې وروړل شوى دى.
چارواکي زياتوي، چې د ټپي شوي کس روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د يادولو ده چې لس ورځې مخکې هم، د غزني ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې وه، چې له امله يې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن