ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو مسئلې ته په ډېر دقت متوجه يو

author avatar
28 Aug 2012 - 20:25
author avatar
28 Aug 2012 - 20:25

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي چې حکومت د پاکستان له خوا پر افغانستان باندې د راکټي بریدونو مسئلې ته په ډېر دقت متوجه دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د کونړ له مشرانو، عالمانو او په ملي شورا کې د دغه ولایت له استازو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا پر افغانستان باندې د راکټي بریدونو مسئلې ته په ډېر دقت متوجه دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه، د نورو په استازیتوب د کونړ د ولایتي شورا ريیس میاحسن عادل، مولوي سید ولي الله حنیف، سید محبوب پاچا او سناتور رفیع الله حیدری خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو بریدونو په درولو کې خپلې هڅې تر سره کړي.

د کونړ استازو ويلي، چې له دوو کلونو راهیسې پر کونړ او په ځانګړي ډول د دانګام او ناړۍ پر ولسوالیو د ډیورنډ له کرښې هاخوا بریدونه دوام لري، چې د میندو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر هېوادوال وژلي دي.

دوی ويلي، چې د پاکستان پر خلاف د کونړ د خلکو د جهاد فتوا د بل پر حریم د تجاوز په نیت نه، بلکې یواځې او یواځې د خاورې د ساتنې او د ځان د دفاع په خاطر صادره شوې ده.

د کونړ مشرانو د پاکستان له خوا د بریدونو په برخه کې د ناټو او ايتلافي ځواکونو د چوپتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، چې امریکا دې له افغانستان سره د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون له مخې خپلې ژمنې پلې کړي.

د کونړ عالمانو او مشرانو له کرښې هاخوا د راغلو کډوالو او په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو خلکو په اړه له ولسمشر څخه غوښتي، ترڅو له دوی سره د سرپناه او د ژوند د نورو اړتیاوو په پوره کولو کې لازم اقدامات تر سره کړي.

همداراز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کونړ مشرانو په دغه ولایت کې د تشکیلاتو د کموالي او ستونزو ته د ښې رسیده ګۍ په خاطر له حامد کرزي څخه غوښتي، چې دغه ولایت دې له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته پورته کړي.

د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي د کونړ د مشرانو او عالمانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته، دوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو د مسئلې په اړه د پاکستان د حکومت له چارواکو او نړیوالې ټولنې سره له نږدې په اړيکه کې دی.

حامد کرزي څرګنده کړې، حکومت به هېڅکله هم په داسې اقدام لاس پورې نه کړي، چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا عام ولس ته په کې زیان ورسېږي؛ ځکه د کرښې هاخوا اوسېدونکي هم زموږ وروڼه او خویندې دي او موږ نه غواړو چې هغوی دې زيان وویني.

ولسمشر په کونړ کې د دغه ولایت د خلکو وروستۍ ناستې او خپرې شوې اعلامیې ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې ستاسو غونډه او خپره کړې اعلامیه د افغانستان د ټولو خلکو په نوم د وطن دوستۍ، شهامت، غیرت او په دې نامه وه چې دا خاوره خاوند لري.  

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې حامد کرزي د کونړ چارواکو ته لارښوونه کړې چې په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو خلکو او له راغلو کډوالو سره لازمې او چټکې مرستې تر سره کړي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې د کونړ یوه اوسېدونکي کاتب شاه د پاکستان له خوا پر دغه ولایت د بریدونو په اړه خپل یو وطني او حماسي شعر د غونډې برخه والو ته واوراوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.