ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ٦ مخالفين او درې پوليس ووژل شول

د دولت ٦ مخالفين او درې پوليس ووژل شول

author avatar
29 Aug 2012 - 11:21
د دولت ٦ مخالفين او درې پوليس ووژل شول
author avatar
29 Aug 2012 - 11:21

جلال اباد-کابل ښار (پژواک ٨ وږى ٩١): د ننګرهار، ميدان وردګ او نورستان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٦ وسلوالو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو رييس ارکان سمونوال محمدايوب حسين خېل د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ د چونګي په سيمه کې د سرحدي پوليسو د شپږم کنډک د درېيم ټولي پر يوه پوسته بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او يو ټپي شوى دى.

د نوموړي په وينا، د پوليسو په ډزو پنځه وسلوال مخالفين وژل شوي او دوه ټپيان دي.

 حسين خېل وويل،د شپې له تيارې په ګټې اخيستنې وسلوالو د خپلو ملګرو جسدونه له ځان سره لېږدولي دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ له غرمې وروسته د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې هم د سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د نورستان امنيه قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې دوه سرحدي پوليس او يو طالب سرګروپ وژل شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې نښته کې اووه پوليس وژلي او د خپل يوه طالب وژنه يې هم تاييد کړه.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسلوال  طالبان وژل شوي دي.

د والي وياندشاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو د جغتو ولسوالۍ د ارياب کلان په کلي کې د افغان او ايساف ځواکونو پر ګډې ګزمې بريد کړى و.

د هغه په وينا، په ځوابي بريد کې څلور وسلوال وژل شوي ،چې د هغوى مړي او وسلې هم په سيمې کې پاتې شوې دي.

شاهد وايي، چې په وژل شويو کې د ملا بسم الله په نوم د دوى يو فعال سرګروپ هم شامل دى.

نوموړي زياته کړه، چې په دې جګړه کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.