جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩١): ناپېژانده وسلوالو له جلال اباد ښار څخه د ننګرهار د سکټوري رياست رييس تښتولى دى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت سکټوري رييس احمدشاه سادات له تېرې شپې راهيسې نادرکه شوى، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې سادات تېره شپه اته بجې خپل کور ته، چې د هوايي ډګر په لاره د بارګينو په سيمه کې دى، روان و، چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شو.
هغه زياته کړه، وسلوال، چې په يوه سراچه موټر کې ناست وو، د سادات موټر مخې ته خپل موټر درولى، هغه يې له چلوونکي او ساتونکي سره په خپل موټر کې اچولى او تښتولى يې دى.
ګرديوال وايي، چې د شپې ناوخته تښتوونکو د سکټوري رييس موټر چلوونکى او ساتونکى خوشي کړي خو سادات يې له ځان سره ساتلى دى.
د والي مرستيال وويل، چې امنيتي ځواکونو کلکې پلټنې پيل کړې، څو د هغه د تښتوونکو او د ساتل شوې سيمې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه دا نه ده معلومه، چې هغه غلو تښتولى او که د دولت وسلوالو مخالفينو خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د هغه د تښتوونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن