اسعداباد (پژواک ٨ وږى ٩١): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې له يوې چاودنې وروسته په ځانمرګي بريد کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د کونړ د والي مرستيال محمدامين توخي د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازيګر د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د ملي اردو پر موټر لومړۍ چاودنه وشوه، بيا وروسته پرې ځانمرګى بريد وشو.
د توخي په وينا، په دې چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او يو ټپي شوى، چې اوس په روغتون کې دى.
نوموړي د ټپي سرتېري روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي چاودنه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت وياند وړمه ورځ په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې په تېرو دوو مياشتو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٠٠ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن