ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز لسګونو خلکو د عام وګړو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ

د کندوز لسګونو خلکو د عام وګړو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ

author avatar
2 Sep 2012 - 15:55
د کندوز لسګونو خلکو د عام وګړو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ
author avatar
2 Sep 2012 - 15:55

کندوز ښار (پژواک ١٢ وږى ٩١):  د کندوز ښار لسګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د خپلسرو وسلوالو او دولتي چارواکو پر ضد لاريون وکړ.

دا لاريون وروسته له هغه وشو، چې نن (د وږي ١٢مه) سهار وخته لسګونو خپلسرو وسلوالو د کندوز ښار اړوند د کنمو په سيمه کې پر عامو خلکو ډزې وکړې، لس تنه يې ووژل او نهه نور يې ټپيان کړل.

د يادې سيمې لسګونو اوسېدونکو چې شمېر يې شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته رسېده، نن له غرمې وروسته په داسې حال کې پر لاريون لاس پورې کړ، چې د وژل شوو کسانو جنازې هم ورسره وې.

لاريون کوونکو د خپلسرو وسلوالو، والي انور جګدلک، امنيه قوماندان او دولت پر ضد شعارونه ورکول.

د محمد نذير په نوم د ښار يوه ٥٠ کلن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د خپلسرو وسلوالو په ډزو يې دوه زلمي زامن وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((سهار په کور کې ناست وو، چې ناڅاپه ډزې وشوې، کله چې له کوره ووت، نو وسلوالو پر موږ ډزې وکړې او زما دوه زامن يې ووژل.))

نوموړي پر دولت کلکه نيوکه وکړه، چې د ښار په منځ کې امنيت نه شي ټينګولى، په لسګونو خپلسري وسلوال خلک وژني، خو څوک يې د پوښتنې نشته.

لاريون کوونکو د جمعيت اسلامي جهادي اړوند يوه پخواني جهادي قوماندان ميرعلم پر ضد هم شعارونه ورکول او ادعا يې کوله، چې نوموړى خپلسري وسلوال حمايه کوي.

د سيدمحمد په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال له دولته په کلکه وغوښتل، چې د خپلسرو وسلوالو مخه ونيسي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې که دا کار ونه کړي، نو ولس به په خپله د دوى پر ضد پاڅون وکړي.

د کندوز والي انور جګدلک پژواک اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي، خو سيمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي او د بريد کوونکو د نيولو هڅې کوي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت اوسېدونکو له غير مسوولو خپلسرو ولسوالو او اربکيانو څخه شکايتونه کړى دى. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.