ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي له پوځي يونيفورم نه په استفادې د بريدونو د مخنيوي لپاره پر کلکو تدبيرونو ټينګار وکړ

کرزي له پوځي يونيفورم نه په استفادې د بريدونو د مخنيوي لپاره پر کلکو تدبيرونو ټينګار وکړ

author avatar
2 Sep 2012 - 19:48
کرزي له پوځي يونيفورم نه په استفادې د بريدونو د مخنيوي لپاره پر کلکو تدبيرونو ټينګار وکړ
author avatar
2 Sep 2012 - 19:48

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې له پوځي يونيفورم څخه په استفادې پر افغان او نړيوالو ځواکونو باندې د بريدونو د مخنيوي لپاره دې کلک تدبيرونه ونيول شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې د حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډې د ملي اردو او ملي پوليسو په يونيفورم کې پر افغان او نړيوالو ځواکونو باندې د بريدونو د مخنيوي او د هېواد د کانونو د امنيت د ټينګښت په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان امنيتي چارواکو او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د قوماندان مرستيال په دې اړه د موجودو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو لپاره حل لارې پېشنهاد او  خپل نظرونه يې غونډې ته وړاندې کړل.

د سرچينې په وينا، حامد کرزي دغه موضوع د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ وبلله او هغوى ته يې په ټينګار لارښوونه وکړه، چې د ملي اردو او ملي پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې سره پر افغان او نړيوالو ځواکونو باندې د بريدونو د مخنيوي لپاره دې کلک تدبيرونه ونيسي، ترڅو د افغانستان د خلکو دښمنان چې غواړي افغانستان يو پياوړى امنيتي ځواک ونه لري، ونه شي کولاى خپلو شومو هيلو ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ملي امنيت شورا په ياده غونډه کې د کانونو د وزير د غوښتنې له مخې، پرېکړه وشوه چې د کورنيو چارو وزارت دې د هېواد د ټولو کانونو امنيت په جدي ډول ټينګ او په دې برخه کې دې د کانونو له وزارت سره په هر اړخيزه توګه همکاري وکړي.

د ملي امنيت شورا په غونډه کې د ملي اردو لوى درستيز، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال، د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د قوماندان مرستيال ګډون درلود.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.