ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو سيمو کې ٢٣ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بېلابېلو سيمو کې ٢٣ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
3 Sep 2012 - 14:10
په بېلابېلو سيمو کې ٢٣ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
3 Sep 2012 - 14:10

غزني-لښکرګاه-کندز (پژواک ۱۳ وږى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۱۲ وسلوال طالبان وژلي،اته يې ټپيان کړي او څلور يې ژوندي نيولي او بلخوا په هلمند کې هم درې وسلوال وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وږي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات ۱۳ ورځې وړاندې د غزني په اجرستان ولسوالۍ د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو له لوري پيل شوي وو، چې تېره ورځ پاى ته ورسېدل.

د هغه په وينا، دا لومړني عمليات وو، چې د غزني په يوه لرې نا ارامه اجرستان ولسوالۍ کې ترسره شول او وسلوالو طالبانو ته په کې ياده مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې يادې ولسوالۍ ته افغان امنيتي ځواکونه نه وو تللي او د دې ولسوالۍ په زيات شمېر سيمو کې وسلوال طالبان واکمن وو.

امنيه قوماندان وويل: ((په دغو عملياتو کې مو ۱۹ عرادې موټرسايکلونه هم وسوځول او د دې ترڅنګ مو زيات شمېر سپکه او درنه وسله هم لاس ته راوړه.))

په يادو عملياتو کې، چې په خپله د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد هم په کې ګډون کړى و، وايي چې نور به وسلوال طالبان دې ته زړه ښه نه کړي، چې په ياده ولسوالۍ کې ناامني جوړه کړي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اجرستان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محب الله پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې پخوا وسلوال طالبان واکمن وو.

نوموړي زياته کړه: ((دلته يو ښوونځى هم نشته، ټول طالبانو تړلي وو، خو اوس چې پوليس راغلي موږ ډېر خوشاله يو او له دولت نه غواړو، چې ډېر ژر په دې ولسوالۍ کې ښوونځي جوړکړي.))

د يادونې ده، چې اجرستان د غزني ښار لوېديځ لورته په ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ناارامه ولسوالۍ ده.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.

د هلمند ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې، چې تېره شپه د ګرشك ولسوالۍ د باوړيو په سيمه كې ترسره شول، د يو طالب قوماندان ملا خالقداد ورور له ۱۳ كړۍ ماينونو سره نيول شوى دى.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې ډزې نه دي شوې او چا ته مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.

خبرپاڼه کاږي، چې بل پلو په همدې شپه د نهرسراج د كونجك په سيمه كې وسلوالو غوښتل، چې د دهشكې په مټ پر الوتكو ډزې وكړي، خو د ايساف ځواكونو له خوا په هوايي بريد کې ووژل شول.

دغه راز د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې د کندوز د مرکز اړوند په چرخ اب سيمه کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې دوه وسلوال نيول شوي دي.

د هغه په وينا، له نيول شوو کسانو سره يې يو هاوان له٢٠ مرميو، يوه پيکا، يو کلاشينکوف له زرګونو مرميو  او د ملي اردو ١٢ پوځي يونيفورمونه نيولي دي.

د نوموړي په ادعا، نيول شوي د طالبانو مهم غړي وو او په پاکستان کې يې د ورانکاره کړنو زده کړې کړې دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.