ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غبرګو چاودنو اووه عام وګړي ټپيان کړل

غبرګو چاودنو اووه عام وګړي ټپيان کړل

author avatar
4 Sep 2012 - 10:20
غبرګو چاودنو اووه عام وګړي ټپيان کړل
author avatar
4 Sep 2012 - 10:20

لښکرګاه (پژواک ١٤ وږى ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې غبرګو چاودنو اووه عام وګړي ټپيان کړل.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې وشوې.

هغه زياته کړه، چې دغه چاودنې د لښکرګاه ښار اړوند د کندهار پر سړک له چاودېدونکو توکو ډک د زرنج موټرسايکلونو په وسيله شوې دي.

د نوموړي په وينا، چاودنې د ملکي او پوځي موټرو پر هغه کاروان وشوې، چې په کې واشېر ولسوالۍ ته مرسته کېدونکي غنم وړل کېدل.

فرهنګ وايي، چې پوليس او د ملي اردو سرتېري له دې چاودنې روغ وتلي، خو څلور لاريوان په ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د چاودنو له امله دوه نظامي موټر څه زيانمن او ټپيان، چې ټپونه يې برسېرنه وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.

په لښکرګاه کې دايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته  له يادې پېښې د درېيو ماشومانو په ګډون اوه ټپيان ور وړل شوي دي.

سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د حکمت په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دى هم پر موټرسايکل له ياد کاروان سره روان و، چې ناڅاپه د سړک پر غاړه چاودنې وشوې.

د نوموى په وينا، څو تنه ټپيان يې وليدل چې روغتون ته ولېږدل شول.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د زرنج په وسيله دا چاودنې په داسې حال کې شوې، چې پوليسو تېره شپه په لښکرګاه ښار کې دوه نورې زرنج رېکشې چې له چاودېدونکو توکو ډکې وې، کشف او شنډ کړې.

فرهنګ زياتوي، کله چې پوليسو د دغو رېکشو د شنډولو په موخه روان وو، نو وسلوالو طالبانو پرې بريد وکړ، خو پوليس ترې روغ ووتل.

د هغه په وينا، په دې نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.