ميمنه (پژواک، ١٤ وږى ٩١): د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د ملي پيوستون شورا يو استازى ووژل شو او د بشري مرستو د همغږې کوونکې مؤسسې (CHA) دوه کارکوونکي ټپيان شول.
د فارياب دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير وايي، چې ناپېژانده وسلوالو د پښتونکوټ د شش قريه کلي د ملي پيوستون د شورا استازى ملا دوران، تېر مازيګر د ميمنې ښار په لومړۍ ناحيه کې وواژه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه د دې وژنې لامل او د بريد کوونکو هويت نه دى ډاګه شوى او پوليس يې په اړه پلټنې کوي.
د ميمنې ښار يوه سپين ږيري مولوي ګل محمد وويل، چې ملا دوران هغه مهال د يوه موټرسايکل سپاره له خواپه نښه شو، چې له کوره د راوتو په حال کې و.
هغه زياته کړه، تر اوسه نه ده معلومه چې ملا دوران د شخصي دښمنۍ او که د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.
په يوه بله پېښه کې د CHA مؤسسې دوه کارکوونکي ټپيان شول.
په فارياب کې د دې مؤسسې يوه مسوول انجنير حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى يو شمېر افغان کارکوونکي د خپل دفتر د اکمالاتو لپاره له ميمنې ښار نه د کوهستان ولسوالۍ ته روان وو، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ د تيلان په سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.
دى وايي، چې په دغه بريد کې يو د دوى کارکوونکى او يو د سيمې اوسېدونکى ټپي شول او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
خو د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چې په دې پېښه کې د سي اېچ اې مؤسسې دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، له پېښې وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل، خو بريد کوونکي تښتېدلي وو.
د دغو پېښو مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن