ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مهترلام کې د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې لاريون وشو

په مهترلام کې د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې لاريون وشو

author avatar
4 Sep 2012 - 16:44
په مهترلام کې د پاکستان د بريدونو په غبرګون کې لاريون وشو
author avatar
4 Sep 2012 - 16:44

جلال اباد (پژواک ١٤ وږى ٩١): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې لسګونو ځوانانو د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستان د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دغه لاريون، چې نن (د وږي ٤مه) غرمه ناوخته د مهترلام ښار له محمدرحيم چوک څخه پيل شو ، د يو ساعت په تېريدو په محبت چوک کې پاى ته ورسېد.

لاريون کوونکو پر کونړ پاکستاني توپچي بريدونه غندل او د پاکستان د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو ګواښ کاوه، چې که پاکستان توغنديز بريدونه ونه دروي، دوى به د سرحدي پوليسو او ملي اردو له ځواکونو سره په ګډه خپلې پولې وساتي او د دغه هېواد د تېري ځواب به ورکړي.

د ځوانانو د مشعل ټولنې مشر محمدنسيم نيازي پژواک اژانس ته وويل، نوره د کونړ په سرحدي خلکو بده ورځ نه شي زغملاى.

نوموړي پر افغان دولت، نړيوالې ټولنې او پر امنيت شورا غږ وکړ، چې د پاکستاني بريدونو د مخنيوي په اړه دې هڅې ګړندۍ کړي.

د مهترلام ښار د الينګار اډې يوه هټۍ وال محمدشفېع پژواک ته وويل، چې د لاريون په بهير کې ګڼ شمېر هټۍ وال ور ګډ شول او د پاکستاني دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

دغه هټۍ وال وويل، د افغاني درد له مخې يې د ځوانانو په لاريون کې ګډون وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((که اړتيا پېښه شوه، دوکان بندوم او د مقابلې لپاره سرحد ته ځم.))

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې لاريون سوله ييزه بڼه درلوده او دوى ته يې هغه پرېکړه ليک هم وسپاره چې له ناټو ځواکونو په کې غوښتل شوي، چې ستراتيژيکو تړونونو ته په درنښت دې له افغان پولو ساتنه وکړي.

له دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول لاريونونه شوي او په کابل کې د وفاق ګوند له خوا د پاکستاني بريدونو پر ضد د جهاد او مبارزې لپاره  د ځوانانو د نوم ليکنې لړۍ هم پيل شوې ده.

د کونړ ځايي چارواکي وايي، چې پر سرحدي سيمو په تېرو پنځو مياشتو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا شاوخوا پنځه زره توپچي ډزې شوې، چې د سيمې خلکو ته له مرګ ژوبلې سربېره ډېر مالي زيانونه هم اوښتي، څوارلس سوه کورنۍ يې کډې کولو ته اړې کړې، خو تر اوسه يې د مخنيوي لپاره د افغان دولت له خوا د پام وړ ګام نه دى پورته شوې 

د دغو بريدونو له امله تر اوسه لس تنه وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.

ولسي جرګې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورهنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي هم د دغو بريدونو پر وړاندې د سم اقدام نه کولو له امله سلب اعتماد کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.