کندوز (پژواک ١٤ وږى ٩١): د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ د سيمه ييزو پوليسو مدير د ماين په چاودنه کې ټپي شو.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو د مدير وزير دردمند پر موټر نن (د وږي ١٤مه) سهار شاوخوا اووه بجې د کندوز ښار د دريمې ناحيې د ميدان پخته په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
حسيني زياته کړه، چې په دې پېښه کې د هغه موټر ويجاړ شوى او چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
خو د پوليسو يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د پېښې په سيمه کې پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې وزير دردمند له خپل يوه ساتونکي سره سرسري ټپي شوى دى.
د سيمې اوسېدونکي نصرت الله هم وويل: “زموږ کور ته نږدې چاودنه وشوه او خاورې او دود يې پورته شو، کله چې ولاړو، يو ويجاړ موټر او دوه کسان مو وليدل، چې ټپيان وو.”
هغه زياته کړه، چې وروسته پوليس راغلل او دغه دوه تنه يې روغتون ته ولېږدول.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، چې دغه ماين د دولت دوسلوالو مخالفينو له خوا الوځول شوى او پوليسو يو تن په سيمه کې له ريموټ کنټرول سره نيولى دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه لري او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم دي او تنخواه ورکول کېږي او په هغو سيمو کې ګومارل کېږي، چې هلته د پوليسو حضور کم وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن