ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو قومي مشران : پر جنازې بريد له شينوارو قوم سره څرګنده دښمني ده

د شينوارو قومي مشران : پر جنازې بريد له شينوارو قوم سره څرګنده دښمني ده

author avatar
6 Sep 2012 - 15:35
د شينوارو قومي مشران : پر جنازې بريد له شينوارو قوم سره څرګنده دښمني ده
author avatar
6 Sep 2012 - 15:35

جلال اباد ( پژواک ١٦ وږى ٩١) : د ننګرهار يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو د د وربابا ولسوالۍ د جنازې په مراسمو کې ځانمرګى بريد د اسلام او انسانيت خلاف او وحشي عمل وباله.

بلخوا د شينوارو قومي مشران وايي، چې ددوى اړونده قومونه له دې بريده زيانمن شوي او زياتوي  ،چې ددې بريد پلان کوونکو پر ټولو شينوارو بريد کړى دى.

دوه ورځې مخکې د دوربابا ولسوالۍ په شګۍ سيمه کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي بريد ٢٥ تنه ووژل او شاوخوا ٦٥ نور يې ټپيان کړل.

د شينوارو قومي مشر ملک عثمان د وږي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه  بريد د شينوارو ولس ډېر ځورولى دى.

هغه زياته کړه، چې انسان او مسلمان دغه ډول بريد نه کوي او نه هم په قران او حديثو کې د جنازې په لمانځه ددغه ډول بريد جواز شته.

ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د شينوارو قوم په دې اړه څه دريځ لري، ملک عثمان وويل: (( مسئله ډيره تازه ده موږ لا د عزيزانو په وير او د ناروغانو په درملنه بوخت يو.))

نوموړي زياته کړه،دا له شينوارو قوم سره څرګنده دښمني ده ، د شپږو ولسواليو شينوارى قوم به په دې اړه ستره غونډه راوبولي او خپل دريځ به اعلان کړي.

ملک عثمان ولايتي اداره تورنه کړه، چې د سيمې او خلکو په امنيت ټينګولو کې پاتې راغلې ده.

دغه قومي مشر وويل، چې د دوربابا، اچين، نازيانو، هسکې مينې، سپين غر او غني خېلو د شينوارو قومونو له ټولو مشرانو سره خبرې اترې روانې دي، چې څرګنده شي دغه عمل چا ترسره کړى دى.

د هغه په وينا، پر جنازې په ځانمرګي بريد کې د يادو شپږو ولسواليو د هر قوم سپين ږيرو او ځوانانو ګډون درلود، چې هر کور يې د وير په ټغر کېنولى دى.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر ملاجان شينواري پژواک ته وويل، چې د يوه وسلوال او يوه عسکر په خاطر د شپږو ولسواليو قومونه وژل د انسانيت په قاموس کې ځاى نه لري.

هغه زياته کړه ، چې د بريد ترسره کوونکي او طراحان د اسلام، افغانيت او شينوارو قوم دښمان دي، هغه که طالب وي، که القاعده او يا کومه استخباراتي شبکه.

ملاجان هم وويل، چې په نږدې ورځو کې به شينوارى قوم غونډه وکړي او بيا به ګډ دريځ  اعلان کړي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخوا پژواک اژانس ته وويل، چې د بريد عاملين او بريدګر دوزخيان، د اسلام دښمنانان او له انساني چوکاټه وتلي خلک دي.

مولوي خيرخوا پر ولس غږ وکړ، چې د دغسې سخت زړو انسانانو پر ضد دې راپورته شي.

د اوقافو رييس وويل، چې  د شينوارو د قوم د پرېکړې او نظر پلوي په ټولو افغانانو واجبي او لازمه ده.

د مومنددرې ولسوالۍ ديني عالم مولوي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، په اسلام کې د واجب القتل انسان داسې وژنه ،چې اندامونه يې غوڅ او مخ يې بدرنګه شي ناروا عمل دى.

دغه ديني عالم وويل، هره چاودنه، ځانمرګى، وسلوال بريد او بمبار، چې بې ګناه وګړو ته پکې زيان رسيږي، د اسلام او اسلاميت له مخې، ناوړه او د غندنې وړ کار  دى.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى ته نږدې دوه شکمن نيولي،چې د تحقيقاتو له بشپړولو وروسته به يې په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.

عبدالزي وويل، ننګرهار والي ګل اغا شيرزي له ولسمشر کرزي څخه غوښتي،چې د قربانيانو او ټپيانو له کورنيو سره مرستې وکړي، چې په وينا يې والي لا وار له مخه په روغتون کې له ټپيانو سره مرسته ترسره کړې ده .

نوموړي زياته کړه ، ولايتي اداره به د شينوارو قوم د هرې هغې پرېکړې ملاتړ وکړي، چې د قانون حاکميت ډاډمنوي.

د ننګرهار علماء او قومي مشران په داسې حال کې د ياد ځانمرګي بريد په اړه څرګدونې کوي، چې په کابل کې د علماوو شورا مرکزي  دفتر تر اوسه ددې بريد په اړه هېڅ غبرګون نه دى ښودلى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.