ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شول

په لغمان کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شول

author avatar
6 Sep 2012 - 15:58
په لغمان کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شول
author avatar
6 Sep 2012 - 15:58

جلال اباد (پژواک ١٦ وږى ٩١):اورښتونو په لغمان او ننګرهار کې درې تنه مړه کړي، يو شمېر کورونه يې نړولي او لسګونه جريبه ځمکې يې ويجاړې کړې دي.

دتېرې شپې له اتو بجو راهيسې د پنجشنبې تر ماسپښينه سختو اورښتونو او سېلابونو په ننګرهار او لغمان کې درې کوچني ماشومان وژلي، لسګونه کورونه او سلګونه جريبه ځمکې يې ويجاړې کړې دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اورښتونو له امله د الينګار ولسوالۍ د تيګل په سيمه کې يو دوولس کلن هلک او يوه اته کلنه نجلۍ مړه شوي او د همدغې ولسوالۍ د شيخانو په کلي کې يې هم يو کوچنى ماشوم مړ کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د الينګار ترڅنګ د مرکز مهترلام او قرغيو په ولسوالۍ کې اورښتونو لسګونه کورونه او سلګونو جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې دي.

د نوموړي په وينا، والي محمد اقبال عزيزي د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته سپارښتنه کړې څو د ځپل شوو سيمو راپور د لازمو مرستو په توګه ولايت مقام ته وسپاري.

د قرغيو ولسوالۍ يوه کروندګر عنايت الله پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر سېلابونه له تور غره او مهترلام دښتو څخه د دغې ولسوالۍ پر کروندو راوتلي، چې د خوړونو شګې يې په پټيو ور ګډې کړې او د اوبخور سيسټم يې سخت خراب کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې د ورځې په اوږدو کې سختو اورښتونو د حصارک، شېرزادو او خوګياڼو په ولسواليو کې يوه اندازه ځمکې ويجاړې کړې دي.

د حصارک د پرمختيايي شورا مشر ډاکټر محمدنعيم ولاړ پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ په ظريف خېلو، محمدي، ياغي بند، ګاړو، ناور، چارتوت او کڅۍ سيمو کې سېلابونو دوه ويشت څاروي وژلي او يونيم زر جريبه ځمکه يې له منځه وړې ده.

د سرچينې په وينا، د دغې ولسوالۍ په علي خېلو سيمه کې د کوچيانو درې کېږدۍ يې د کور له ټولو وسايلو سره يوځاى وړي دي.

سره له دې چې وروستيو اورښتونو سخت زيانونه اړولي، خو د سيمې خلک يې د هوا د سړولو لپاره ښه بولي.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم سېلابونو په حصارک ولسوالۍ کې خلکو ته مالي زيانونه اړولي وو.

دغه راز تېره شپه په کاپيسا، پنجشېر او پروان ولايتونو کې هم سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.