ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د درونټې بند درې توربينونه رغوي

امريکا د درونټې بند درې توربينونه رغوي

author avatar
8 Sep 2012 - 14:53
امريکا د درونټې بند درې توربينونه رغوي
author avatar
8 Sep 2012 - 14:53

جلال اباد (پژواک ١٨ وږى ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د امريکا کانګرېس د درونټې برېښنا بند د درېيو توربينونو د رغولو په موخه ٣١ ميليونه ډالر بېل کړي، چې د USAID له لارې به يې ولګوي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي نن (د وږي ١٨مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې وړمه ورځ د امريکا يو شمېر ملکي او پوځي چارواکو ورته ويلي، چې دغه پيسې د امريکا له کانګريس څخه منظورې شوې دي.

د هغه په وينا، د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) مشر ډاډ ورکړى، چې په يوه نيمه مياشت کې به د ياد برېښنا بند د درېيو توربينونو د بيا فعالولو د قرارداد داوطلبي ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې د امريکا دولت ورته سپارښتنه کړې، چې د پروژې لس سلنه لګښت بايد افغان دولت ورکړي.

ګل اغا شېرزي وويل: ((پنځه لکه ډالر ما له شېرزي فونډېشن څخه ورکړي او پاتې دوه نيم ميليونه ډالر به له ولسمشر او ماليې وزير څخه واخلم.))

د ده په خبره، هغه پروژه چې تېر کال د يوې روسۍ کمپنۍ له لوري د پنځه ميليونه ډالرو په لګښت پيل شوې وه، بشپړه ناکامه ده.

د ننګرهار والي وويل، روسۍ کمپنۍ په يوه کال کې يو ټوربين رغولى، چې هغه هم اوس له کاره لوېدلى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، د دې لپاره چې پروژه په بشپړ روڼوالي ترسره شي، والي د محکمې، څارنوالۍ او ملي امنيت استازو په ګډون ورته يوه کمېټه جوړه کړې، چې د کار څارنه يې وکړي.

د ننګرهار د برېښنا رييس انجنير محب الرحمن مومند يوه مياشت وړاندې له پژواک سره په مرکه کې ويلي وو، چې د بيارغونې له امله د درونټې د برېښنا د توليد اندازه له نهو څخه دوولس مېګاواټو ته لوړه شوې ده.

دا چې د ننګرهار والي د روسانو پيل شوې پروژه نا کامه وبلله، هڅه مو وکړه د ياد رييس نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

د يادونې ده، د درونټې بند په ځينو برخو کې درزونه کړي، چې چټکې رغونې ته اړتيا لري.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نغمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، قول اردو يې هڅه کوي چې د برېښنا بند ته څېرمه د ماين پاکۍ موسسه د نا چاودو مهماتو له چوولو منع کړي، ځکه په دې سره د برېښنا بند ته زيان رسېږي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.