ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار صادرات پنځوس سلنه ټيټ شوي

د ننګرهار صادرات پنځوس سلنه ټيټ شوي

author avatar
9 Sep 2012 - 17:00
د ننګرهار صادرات پنځوس سلنه ټيټ شوي
author avatar
9 Sep 2012 - 17:00

جلال اباد (پژواک ١٩ وږى ٩١): د ختيځو ولايتونو د سوداګرۍ خونه وايي، چې د دولت د نه پاملرنې له امله د دغه ولايتونو صادرات پنځوس سلنه راکم شوي دي.

په ختيځ کې د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمدقاسم يوسفي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ننګرهاره پاکستان ته د تازه مېوو، ترکاريو او يو شمېر نورو توکو صادرات په ټپه درېدلي او د ځينو توکو صادرات له نيمايي هم ټيټ شوي دي.

د هغه په وينا، په ١٣٨٨ لمريز کال کې د تورخم له لارې پاکستان ته يو ١١٣زره مټريک ټنه پياز صادر شوي، چې دغه کچه تېر کال ٤٣ زره ټنه او سږ کال ٣٩ زره ټنو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې پاکستان ته د المونيم ايره، باطله کاغذ، باطله پلاستيک، مميزو، سپېلنيو، خوږولې، دڼيه، پودينه، وچ پياز، پيپسي او د قيمتي ډبرو صادرات په ټپه درېدلي دي.

د سوداګرۍ خونې مشر وويل، په مقابل کې هغه توکي، چې پاکستان ورته د خامو موادو په توګه اړتيا لري، صادرات يې څو برابره لوړ شوي دي.

نوموړي په دې برخه کې شوکاڼى ياد کړ، چې يواځې په ١٣٨٨ کال کې څلورنيم ميليونه مټريک ټنه دغه هېواد ته صادر شوې دي.

انجنير قاسم يوسفي وايي، چې درې کاله وړاندې د چرم جوړولو په موخه له افغانستانه پاکستان ته دوه زره او اته سوه ټوکه د غواګانو پوستکي صادر شوي وو، چې سږ کال دغه کچه ٤١ زره او پنځه سوو ته رسېږي.

د انجنير يوسفي په وينا، په ١٣٨٨ کال کې پاکستان ته د تورخم له لارې د اوزو او پسونو يو څلوېښت زره پوستکي صادر شوي وو، چې سږ کال دغه کچه يو سل اويا زره پوستکو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي، چې د هېواد د صادراتو د کمښت لوى لامل د دولت له لوري د صنايعو په پرمختګ کې نه کار کول، د پاکستان له لوري د افغاني ترکاريو او مېوو پر وړاندې خنډونه او لوړې ګمرکي تعارفې يادې کړې.

نوموړي د کرنې او سوداګرۍ پر وزارتونو نيوکه وکړه، چې د کورنيو توليداتو د پرمختګ لپاره يې اغېزمن پروګرامونه نه دي جوړ کړي.

انجنير يوسفي وويل، چې که د کرنې وزارت د کرنيزو توليداتو د پروسس او سړو خونو په برخه کې کارکړى واى او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو د اسانتياوو په موخه پر پاکستاني دولت د اپټا تړون هغه پرېکړې عملې کړې واى، چې د افغان سوداګرو په ګټه وې، دغه ستونزه به نه وه راپورته شوې.

د سوداګرۍ خونې مشر وويل: ((ډېره د شرم خبره ده، چې جلال اباد ته د روميانو روب له ايرانه راځي خو په ننګرهار کې سږ کال يو من (اووه کيلو) روميان په اولس افغانۍ پلورل کېدل.

د ننګرهار يوه ملي سوداګر ډاکټر مخلص احمد پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان ځکه د شوکاڼي، د څارويو پوستکو او د يو شمېر نورو خامو موادو د صادرولو په برخه کې اسانتيا ورکړې، چې د غاليو په ګډون يې دوبۍ، ايټاليا، فرانسې، انګلستان، ترکيې او بنګلدېش ته په خپل نوم صادروي.

نوموړي زياته کړه: ((پاکستان موږ ته اجازه نه راکوي، چې دغه خام مواد د خپل هېواد په نوم د دوى تر سوداګريزو بندرونو ورسوو.))

د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال پژواک ته ومنله، چې پاکستان ته د کرنيزو محصولاتو صادرات نيم په نيمه را غورځېدلي دي.

کامه وال وويل: ((سره له دې چې موږ کورنيو توليداتو ته ډېرې ګمرکي اسانتياوې ورکړې بيا هم هېواد دننه د پروسس د نشتوالي له امله مېوې او ترکارۍ خرابيږي.))

د هغه په وينا، په ١٣٨٨ کال کې پاکستان ته لس زره مټريک ټنه خټکي د تورخم له لارې صادر شوي، خو سږ کال له دغې لارې يو ټن هم نه دي صادر شوي.

د سوداګرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خېل پژواک اژانس ته وويل چې پاکستان سره د ټرانزيـټ تړون د عملي کولو په موخه خبرې روانې دي او پاکستانى لوري ته يې د يو شمېر توکيو لستونه ليږلي دي چې سوداګر يې په اړه ستونزې لري.

هغه زياته کړه چې که د ختيځو ولايتونو سوداګر د خپلو صادراتو په برخه کې ستونزې لري، نو له وزارت سره دې شريکې کړي، څو ورته د حل لارې چارې ولټول شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونه د صادراتو د ټيټېدو خبر ورکوي، چې پاکستان غواړي له ماليزيا، اندونيزيا او چين څخه افغانستان ته د غوړيو او مبلاينو په ګډون د يو شمېر توکو واردات هم بند کړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.