ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرنګ کې شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان شول

په نرنګ کې شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان شول

author avatar
9 Sep 2012 - 09:12
په نرنګ کې شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان شول
author avatar
9 Sep 2012 - 09:12

جلال اباد (پژواک ١٩ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د مخالفينو له خوا د لاسي بمونو په بريد کې شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د نرنګ ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالغفور د وږي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دغې ولسوالۍ د لمټک په سيمه کې سيمه ييزو پوليسو د لوى سړک څارنه کوله، چې د جوارو له پټيو څخه پرې د لاسي بمونو بريد وشو.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې ياد سيمه ييز پوليس ټپيان شول، چې د درېيو يې روغتيايي حالات نازک دى.
نوموړي زياته کړه، چې ټپيان د کونړ روغتون ته لېږدول شوي او د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو کې وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده څرګنده شوې.
د کونړ د ملکي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ورته له يادې پېښې شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، څلور ټپيان د ژورو ټپونو له امله په سيمه کې د ايساف روغتون ته وړل شوي دي.
د يادونې ده، نرنګ د کونړ هغه ولسوالۍ ده، چې د سيمه ييزو پوليسو مرکز بلل کېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.