ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې شنونکي : فهيم په خبرو کې ولس ته پيغام ورکړ چې حاکمه ډله د واک غځول غواړي

ځينې شنونکي : فهيم په خبرو کې ولس ته پيغام ورکړ چې حاکمه ډله د واک غځول غواړي

کابل(پژواک١٩وږى٩١) ځينې شنونکي وايي، مارشال فهيم په خپلو خبرو کې ولس ته پيغام ورکړ، چې حاکمه ډله د واک غځول غواړي ،خو د ځينو په اند فهيم  د نظام د اصلاح لپاره دغه څرګندونې کړې دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم تېره ورځ په کابل کې د  “شهيد اونۍ”  په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته  چې حکومتي او د سياسي ډلو يو شمېر مشران پکې راټول شوي وو، وويل، که امنيتي وضعيت په همدې ډول دوام وکړي او يا نور هم خراب شي، نو فکر نه کوي چې رڼۍ ټاکنې ترسره شي او د افغانستان ټول خلک پکې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې په ١٣٩٣ کال کې تر سره شي .

فهيم تېره ورځ ويلي ، چې افغانستان په سياسي، ټولنيز، امنيتي او پوځي برخو کې له ستونزو او پېچلتياوو سره مخ دى او پکار ده چې د ملی اجماع له لارې د راتلونکي نظام او سيستم په اړه فکر وشي، ترڅو د افغانستان د خلکو سياسي او ملي غوښتنې پوره کړي.

ده وويل ، چې د نړۍ شرايطو او د هېواد کورني حالت ته په کتو د افغانستان  قوانين د دغه هېواد  د خلکو غوښتنې،  په ځانګړې توګه له سياسي پلوه نشي پوره کولى.

مارشال زياته کړه:” په يوه پړاو کې د افغانستان اوسنى نظام د ملي يووالي لپاره ډېر اغېزمن و ؛ خو کله چې مدني ټولنه په افغانستان کې جوړه شوه، کله چې نن سياسي بنسټونه ، سياسي ډلې په دې هېواد کې رامنځته شوې دي، دولت د کار په اوږدو کې دا درک کړې، چې تر دې وروسته دا ډول سيستم او دا ډول نظام په افغانستان کې د کارولو نه دى .”

 سياسي کارپوه نور الحق علومي د فهيم د څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل ، حاکمه  ډله غواړي خلکو ته د دولت په مختلفو برخو کې شته ستونزې رابرسېره کړي، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو  وتل او د مخالفينو پياوړي کېدل ورياد کړي ، ترڅو خلک وويروي.

علومي زياتوي، چې د حکومت ددې کار موخه  د امنيت  د خرابوالي او د قدرت د خلا د رامنځته کېدو په بهانه “د جعلي لويې جرګې” له لارې د خپلې واکمنۍ غځول دي.

ده د فهيم د څرګندونو په اړه زياته کړه:” له خبرو خو يې همدا څرګندېده چې دوى غواړي ټاکنې ونشي. خلک رڼو او عادلانه ټاکنو ته په تمه دي، خو دوى وايي چې زمينه برابره نه ده، همدا اوس يې هم ياده کړه چې امنيت هغسې چې په کار دى نشته،  ترڅو دوه يا څلور کاله همدا ولسمشر له همدې مرستيالانو او کاري ټيم سره  په خپلې څوکۍ پاتې شي .”

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي په وار، وار ويلي چې که قانون هم اجازه ورکړي ، دى نه غواړي چې په راتلونکيو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.

خو سياسي کارپوه محمد يونس فکور وايي ، چې د ولسمشر لومړي مرستيال د امنيت د خرابېدو او د رڼو ټاکنو د نه ترسره کېدو مسووليت پر نړيوالې ټولنې واچاوه.

فکور وايي، چې فهيم د رڼو ټاکنو د ترسره کولو او د ناامنيو د مهار لپاره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغان امنيتي ځواکونه تجهيز کړي.

ده زياته کړه ، چې د افغانستان د نظام په اړه د فهيم څرګندونې رېښتونې وې، ځکه چې اوسني نظام خپل موثريت له لاسه ورکړى  او اړتيا ده چې د اصلاحاتو لپاره يې د خلکو نظر واخيستل شي.

دى وايي، چې له ملي اجماع څخه د فهيم موخه د حاکمې ډلې د واکمنۍ غځول نه، بلکې د نظام اصلاح ده.

 علومي په افغانستان کې د نظام په اړه د ولسمشر د مرستيال خبرو ته په کتو سره وويل، چې په دولت کې د ستونزو په اړه د ولسمشر د مرستيال خبرې پرځاى دي ، خو وايي چې لامل يې د نظام  د ډول پرځاى د قانون نه پلي کول دي.

د علومي په باور، په شته قوانينو کې د شايسته سالارۍ اصل رامنځته شوى او هڅه شوې په هېواد کې داسې ديموکراتيک نظام رامنځته شي، چې ولسي ملاتړ يې پياوړى وي.

 خو دى وايي، چې حکومت ولسي ملاتړ ته پام نه دى کړى او ولسي جوړښتونو ته چې سياسي حزبونه دي ، ارزښت نه دى ورکړل شوى.

د حکومت سياسي مخالفو ډلو وړاندې ويلي وو، چې د هېواد حالت ته په کتو سره د ستونزو د حل په موخه د اوسني رياستي نظام پرځاى پارلماني نظام ته اړتيا ده.

بل سياسي کارپوه احمدسعيدي هم په همدې باور دى.

سعيدي وايي، چې له نورو ستونزو سره سره، چې د حاکم ټيم کمزورتيا ښيي، د نظام ډول هم داسې دى، چې تر ډېره ځواب ويونکى نه دى او ددې لپاره اړتيا ده ، چې د نظام پر ډول بيا کتنه وشي.

 د سعيدي  په باور، د مرستيال ولسمشر موخه هم د نظام په اړه د ملي اجماع رابلل د همدې موخې لپاره دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.