کندوز (پژواک ٢٠ وږى ٩١): په کندوز ښار کې د ځانمرګي بريد له امله د ملکي کسانو په ګډون ١٦ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
دغه ځانمرګى بريد نن (د وږي ٢٠مه) له غرمې وروسته درې بجې او ١٥ دقيقې د کندوز ښار په مرکزي چوک کې رامنځته شو.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال غلام محمد فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د عامه نظم ١٠ پوليس او شپږ ملکي کسان وژل شوي او د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ټاکل شوې وه نن يو لاريون ترسره شي، امنيتي ځواکونه د کندوز ښار په چوک کې د لاريون کوونکو د امنيت لپاره ګومارل شوي وو، چې ځانمرګى بريد پرې وشو.
فرهاد د لاريون د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل او ويې ويل، چې په ټپيانو کې د سيمې دوکانداران او لارويان شامل دي او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم زيات وي.
د کندوز د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر داوود اکبري نن مازيګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه له يادې پېښې ١٦ مړي او ٣٠ ټپيان حوزوي روغتون او په کندوز کې د بې پولو ډاکټرانو ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ملکي او نظامي کسان شامل دي، خو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت خراب دى.
سيمه ييز چارواکي د دغه بريد پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن