ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان چارې نن سپارل کېږي

د بګرام زندان چارې نن سپارل کېږي

author avatar
10 Sep 2012 - 10:59
د بګرام زندان چارې نن سپارل کېږي
author avatar
10 Sep 2012 - 10:59

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩١): ټاکل شوې چې نن د بګرام زندان چارې له امريکايي ځواکونو افغانانو ته وسپارل شي.

د بګرام زندان له ٢٠٠١ کال وروسته په پروان کې جوړ شو، چې د دولت وسلوال مخالفين په کې بنديان دي.

ولسمشر حامد کرزي دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د ايساف له عمومي قوماندان جنرال جان آلن او په کابل کې د امريکا له سفير جيمز کنينګم سره ليدنه کې وويل، چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارل بايد د دوشنبې په ورځ (د وږي ٢٠مه) د شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره شي.

هغه پر ټاکي وخت د بګرام زندان په سپارلو ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د دغه زندان په سپارلو کې ځنډ به د هېواد د ملي حاکميت تر پښو لاندې کول وي.

ولسمشر کرزي دوه ورځې مخکې يو حکم هم منظور کړ، چې له مخې يې، له دې وروسته بهرني ځواکونه حق نه لري، چې په افغانستان کې زندان ولري.

د بګرام له زندانه د بنديانو د لېږدولو پروسه د ١٣٩٠ کال د سلواغې په مياشت کې وروسته له هغه پيل شوه، چې ولسمشر کرزي له هغې يوه مياشت مخکې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې تر يوې مياشتې پورې د تېرو هوکړه ليکونو له مخې د بګرام زندان او ټولو هغو زندانونو د لېږدولو پروسه بشپړه کړي، چې د بهرنيانو په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت درې ورځې مخکې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د بګرام زندان د لېږدولو چارې په وروستي پړاو کې دي او اوسمهال يواځې ٣٤ بنديان په دغه زندان کې پاتې دي.

د خلاصې ټولنې بنسټ (Open Society Foundation) وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د بګرام زندان څه باندې درې زره بنديان افغانانو ته سپارل شوي، خو امريکا له افغانستان سره د خپلو توافقاتو په خلاف په دې موده کې ٦٠٠ نور افغانان بنديان کړي دي.

د دغه بنسټ په وينا، افغانستان او امريکايان د هغو زندانونو په اړه ، چې د هغوى په لاس کې دي، د نظر اختلاف لري.

سرچينې زياته کړې، امريکايي ځواکونه په پام کې لري، چې د بګرام زندان د دوو بلاکونو مسؤوليت په لاس کې ولري او امريکايي ځواکونه نه غواړي په ټاکلې وخت د بګرام زندان مسؤوليت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپاري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.