ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږ مهم طالب قوماندانانو په ګډون لس وسلوال ووژل شول

د شپږ مهم طالب قوماندانانو په ګډون لس وسلوال ووژل شول

author avatar
10 Sep 2012 - 08:55
د شپږ مهم طالب قوماندانانو په ګډون لس وسلوال ووژل شول
author avatar
10 Sep 2012 - 08:55

جلال اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩١): د لغمان چارواکي وايي، چې نن سهار په ګډو عملياتو کې د طالبانو د يوه مشهور قوماندان ملا حضرت ګړوچي په ګډون شپږ طالب قوماندانان د هغوى له څلورو ساتونکو سره وژل شوي دي.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان نن سهار څلور بجې له خپلو ملګرو سره د ايساف په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دا عمليات د اليشنګ ولسوالۍ د ګردي سالاب او مورچه خېلو په سيمو کې ترسره شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې ملا حضرت له ډېرې مودې راهيسې د ګړوچ او بادپښ په نوې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو مشري پر غاړه درلوده.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې نوموړى د طالبانو له خوا د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوى و.
ځواک وايي، چې له ملا حضرت سره د هغه مرستيال او دوه نور طالب قوماندانان ملا جلات او ملا تلاش هم وژل شوي دي.
د والي وياند وويل، په ټوليزه توګه په دغه بريد کې لس وسلوال وژل شوي او درې نور ژوندي ونيول شول.
نوموړي زياته کړه، چې له هغوى څخه دوه ميله پيکاه او يو شمېر سپکې وسلې او چاودېدونکي توکي هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د اليشنګ يوه قومي مشر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې يادو وسلوالو په سيمه کې ډېر نفوذ درلود او د هغوى وژنه د مخالفينو لپاره سخته ماتې ده.
د هغه په وينا، د نن سهار په عملياتو کې چې څلور بجې ترسره شول، د ملا حضرت ترڅنګ د سالاب د سيمې درې طالب قوماندانان عطا الله، خداى نور او صفى الله هم وژل شوي دي.
ملا حضرت هغه طالب قوماندان دى، چې تېر کال يې د پراشوټي عملياتو پر مهال په بادپښ ولسوالۍ کې د ملي اردو له شلو زيات سرتېري ووژل.
وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.