ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې د ناټو څلور سرتېري ټپيان کړل

چاودنې د ناټو څلور سرتېري ټپيان کړل

author avatar
10 Sep 2012 - 10:33
چاودنې د ناټو څلور سرتېري ټپيان کړل
author avatar
10 Sep 2012 - 10:33

جلال اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩١): د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاودنې له امله د ناټو څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
دا چاودنه تېره شپه د قرغيو ولسوالۍ د محمدعلي کڅ په سيمه کې د ناټو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوې ده.
د لغمان د لويې لارې د پوليسو قوماندان سمونوال شکورخان د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه د شپې نهه نيمې بجې د کابل-جلال اباد پر لويه لار تر يو پلچک لاندې د خښ شوي ماين له امله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې پر دغه ماين د بهرنيو ځواکونو يو زغروال موټر الوځول شوى دى.
د لويې لارې قوماندان وويل، چې تر چاودنې وروسته سيمه ناټو ځواکونو کلابنده کړې وه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
شکورخان وايي، چې د شپې په اوږدو کې د کابل-جلال اباد لويه لار تړلې وه او ناټو ځواکونو د سپرليو يوه يوه موټر ته اجازه ورکوله.
د سيمې يوه اوسېدونکي شهاب الدين پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې د ناټو ځواکونو ټانک بشپړ ويجاړ شوى او ياد پلچک هم نړېدلى دى.
په ختيځ کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته ومنله، چې د ناټو په يوه موټر د شوې چاودنې له امله د دوى څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
سرچينې وويل، په ټپيانو کې دوه سرسري وو او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
مطبوعاتي دفتر زياتوي، چې چاودنه ‌د کابل اړوند د مېشتو ناټو ځواکونو پر سرتېرو شوې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او په دې اړه په رالېږلي پيغام کې يې دعوه کړې، چې په دې چاودنه کې يې درې خارجي سرتېري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
محمدعلي کڅ سروبي ولسوالۍ ته نږدې د کابل-جلال اباد پر لاره پرته هغه سيمه ده، چې د اليشنګ او ګړوچ طالبان کله نا کله پر ناټو او افغان ځواکونو په دغه ځاى کې بريدونه ترسره کوي.
د يادونې ده، چې نن سهار وخته د دې سيمې په شمال کې ګډو ځواکونو په هوايي بريد کې مهم طالب قوماندانان وژلي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.