ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خدمتونو د سوداګرۍ تړون او د فرهنګي ملکيتونو د ساتنې اساسنامه تاييدشوه

د خدمتونو د سوداګرۍ تړون او د فرهنګي ملکيتونو د ساتنې اساسنامه تاييدشوه

author avatar
11 Sep 2012 - 17:25
د خدمتونو د سوداګرۍ تړون او د فرهنګي ملکيتونو د ساتنې اساسنامه تاييدشوه
author avatar
11 Sep 2012 - 17:25

 کابل (پژواک٢١وږى٩١): مشرانو جرګې د خدمتونو د سوداګرۍ په اړه د سارک سازمان تړون او د فرهنګي ملکيتونو د راټولولو، ساتنې او مطالعې د نړيوال مرکز اساسنامه تاييد کړه.

د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون غړې حميرا نعمتي وويل، چې د خدمتونو د سوداګرۍ تړون د ٢٠١٠ ميلادي کال په اپرېل مياشت کې د جنوبي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان (سارک) اتو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لاسليک کړى و.

د نعمتي د معلوماتو له مخې، په ياد ٣٢ ماده ييز تړون کې د دولتي تدارکاتو او د هوايي لېږد رالېږد په ګډون ټول هغه خدمتونه شامل دي، چې په دولتي اجرااتو کې وړاندې کېږي.

خود سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه تړون کې د الوتکو د ترميم، ساتنې او څارنې خدمتونه، د هوايي لېږد رالېږ د خدمتونو خرڅلاو او بازار موندنه او د کمپيوټر د الزامي سيسټم خدمتونه شامل نه دي.

د نعمتي په وينا، د دغه تړون له مخې د سارک غړي هېوادونه مکلف دي چې يو يا څو معلوماتي مرکزونه جوړ کړي ترڅو د مقابل لوري د غوښتنو پر مهال لازم معلومات وړاندې کړي.

هغې وويل، چې دغه تړون د خدمتونو له سوداګرۍ او اقتصادي پلوه د افغانستان په ګټه دى او کولى شي د سارک سازمان له هېوادونو سره د افغانستان سوداګريزې اړيکې لا ټينګې کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د دغه تړون د تاييد په موخه د سناتورانو نظر واخيست چې په پاى کې د مشرانو جرګې ټولو غړو دغه تړون تاييد کړ.

افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، بوتان، هندوستان، نيپال، سريلانکا او مالديف د سارک سازمان غړي هېوادونه دي.

 افغانستان په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړى دى.

همداراز حميرا نعمتي د فرهنګي ملکيتونو د راټولولو، ساتنې او مطالعې د نړيوال مرکز د اساسنامې په اړه د مشرانو جرګې غړو ته معلومات وړاندې کړل.

د دې په وينا، په دې اساسنامه کې چې ١٤ مادې لري راغلي، چې دغه مرکز د فرهنګي ملکيتونو د ساتنې لپاره مشورې ورکوي او د دغو ملکيتونو د راټولولو لپاره د علمي، فني او اخلاقي مسايلو په اړه معلومات راټولوي او خپروي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د فرهنګي ملکيتونو د ساتنې په برخه کې د غړو هېوادونو همغږي او د څېړنو ترسره کول او د فرهنګي ملکيتونو د متخصصينو په کچه همکاري د دغه مرکز له فعاليتونو ګڼل کېږي.

دا وايي، چې په دغه مرکز کې د غړيتوب لپاره بايد هر غړى هېواد د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) غړيتوب ولري، خو که وروسته په يونسکو کې له خپل غړيتوب څخه تېر هم شي د دغه مرکز غړى پاتې کېداى شي.

نعمتي وويل، چې افغانستان په تېرو لسيزو کې د جګړې له امله خپل شاوخوا ٨٠٠٠٠ تاريخي او فرهنګي اثار له لاسه ورکړي، چې ځينې يې لوټ شوي او ځيني يې له منځه وړل شوي دي.

د هغې په وينا، افغانستان په داسې نړيوال بنسټ کې د غړيتوب له لارې کولى شي د خپلو تاريخي او فرهنګي ميراثونو د راټولولو لپاره د غړو هېوادونو همکاري خپله کړي.

د فرهنګي ملکيتونو د راټولولو، ساتنې او مطالعې د نړيوال مرکز اساسنامه د ٢٠٠٧ ميلادي کال د نومبر په مياشت کې تصويب شوې ده.

دغه اساسنامه، چې ولسي جرګې مخکې تصويب کړې مشرانو جرګې هم په غوڅ اکثريت تاييد کړه.

نعمتي وايي، وروسته له هغه چې ولسمشر دغه اساسنامه توشيح کړي، افغانستان د فرهنګي ملکيتونو د راټولولو، ساتنې او مطالعې د نړيوال مرکز غړيتوب ترلاسه کوي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.