ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سارک سازمان په کابل کې دفتر پرانېزي

د سارک سازمان په کابل کې دفتر پرانېزي

author avatar
11 Sep 2012 - 19:30
د سارک سازمان په کابل کې دفتر پرانېزي
author avatar
11 Sep 2012 - 19:30

کابل (پژواک ٢١ وږى ٩١): د سارک سازمان غواړي، چې د خپلو چارو د لا ښې همغږۍ په موخه په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي.

دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٢١ مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي نن غرمه د جنوبي اسیا د همکاریو سازمان، سارک له سکرتر جنرال احمد سلیم سره په ارګ کې وکتل.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سارک سازمان په چوکاټ کې د جنوبي اسیا د هېوادونو د همکاریو او د دغه سازمان د راتلونکې غونډې د یو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچينه کاږي، چې د سارک سازمان سکرتر جنرال احمد سلیم د خبرو پر مهال وویل: ((د سارک سازمان مشرتابه غواړي، چې د خپلو چارو د لا ښې همغږۍ په موخه په افغانستان کې خپل یو دفتر پرانیزي.))

خبرپاڼه وايې، چې ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې د دغه سازمان فعالیتونه د سیمه ییزو همکاریو لپاره ګټور وبلل او د ياد سازمان د لا پياوړتيا په برخه کې يې د افغانستان د حکومت له لوري ډاډ ورکړ.

د يادونې ده، چې د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان، چې د سارک په نوم يادېږي، د سوېلي اسيا د خلکو د سوکالۍ او د ژوند د ښه والي لپاره د همکاريو د کچې د لوړتيا په موخه په 1985 زېږديز کال کې جوړ شو.

په دغه سازمان کې اته هېوادونه، هند، پاکستان، بنګلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان غړيتوب لري.

افغانستان په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

د سارک سازمان په غړو هېوادونو کې تر يو ميليارد او څلورسوه ميليونه ډېر وګړي ژوند کوي او نهه نور سازمانونه او هېوادونه، لکه ایران، چین، جاپان، سوېلي کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپايي اتحاديه په کې د ناظرينو په توګه ګډون لري.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.