ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب امنيتي مسووليت افغان لوري ته وسپارل شو

author avatar
12 Sep 2012 - 19:20
author avatar
12 Sep 2012 - 19:20

ميمنه (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د امنيت د لېږد په درېيم پړاو كې د فارياب ولايت امنيتي چارې افغان ځواكونو ته وسپارل شوې.

په فارياب کې ٥٠٠ نارويژي سرتېري مېشت دي، چې تر اوسه په بېلابېلو پېښو کې ١٠ تنه وژل شوي دي.

په همدې اړه نن (د وږي ٢٢مه) په جوړو شوو مراسمو کې د يا ولايت د چارواکو ترڅنګ، د کورنيو چارو وزارت مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمن او په شمال کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال  کورنيليا وسون هم ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د فارياب والي احمد فيصل نېکزاد وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو ښه روزنه ترلاسه کړې، خو لا زياتو جنګي وسايلو او تجهيزاتو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د فارياب په درېيو، غورماچ، پښتون کوټ او المار ولسواليو کې امنيت له ننګونو سره مخ دى او بايد چې امنيتي ځواکونه ورته پاملرنه ډېره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال د فارياب ښار په درېيو امنيتي حوزو وېشل شوى او په ښار کې د اوسني نفوس او امنيتي حالت ته په پام بايد د دغو حوزو شمېر ډېر شي.

والي وويل: ((اوس د فارياب د لويې لارې د ساتنې لپاره يو ټولى سرتېري شته، خو د دغه سرتېرو شمېره لږه ده او يو کنډک بايد وګومارل شي.))

د مراسمو په ترڅ کې د کورنيو چارو د وزارت مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان په فارياب کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو څخه مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې افغان ځواکونو به دا مسووليت په ښه ډول ترسره کړي.

د هغه په وينا، افغان امنيتي ځواکونه اوس د دې وړتيا لري، چې له افغانستان او په ځانګړې توګه د فارياب ولايت ساتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيت له لېږد وروسته به فارياب له ځينو امنيتي ستونزو سره مخ شي.

هغه له ځايي حکومتي چارواکو وغوښتل، چې له خلکو سره دې خپلې اړيکې ټينګې کړي او د هغوى کلتور ته دې درناوى ولري.

په ياده غونډه کې په شمال کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال  کورنيليا وسون په خپلو خبرو کې وويل، چې په دغه ولايت کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو لړۍ په برياليتوب ترسره شوه.

د ده په خبره، اوس مهال افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او د دې وړتيا لري، چې د هېواد امنيت ټينګ کړي.

د هغه وينا، د افغان حکومت او امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې د نړيوالي ټولنې رول مهم دى.

د غونډې په ترڅ کې د فارياب ولايت امنيه قوماندان عبدالخالق اقساى په خپلو خبرو کې وويل، چې له لېږد وروسته به د اړتيا په صورت کې بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړې وي.

افغان ځواکونو ته د امنيت  د لېږد پروسه درېيم پړاو د روان کال په د چنګاښ په ١٤مه له کاپيسا ولايت څخه پيل شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.