کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩١): په کابل کې د امريکا سفارت له افغان مشرانو وغوښتل چې د خپرې شوې ويډيو په اړه له زغم او ارامۍ څخه کار واخلي. په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى، دغه فلم بيا په امريکا کې د هغې کليسا د ټري جونز له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه. د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا او مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د امريکا پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه. په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر وړاندې کلکو غبرګونونو ته په کتلو سره د امريکا سفارت له افغان مشرانو او افغانانو غوښتي، چې په دې اړه له زغم او ارامۍ څخه کار واخلي. په کابل کې د امريکا سفارت له خوا تېره شپه ناوخته پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ له افغان مشرانو او افغانانو غواړو چې په ارامۍ او سکون سره و اوسي، څو موږ وکولى شو، د يوه ښه افغانستان لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړو.)) په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانانو، امريکايانو او د دواړو هېوادونو د ځواکونو د امنيت خوندي کول د دوى له لومړيتوبونو څخه دي. د سفارت په ياده خبرپاڼه کې دغه راز په ليبيا کې د امريکا د سفير او نورو کارکوونکو وژل کېدل په کلکه غندل شوي دي. سرچينې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن کلنټن له خولې ليکلي: ((ځينو کسانو دا شيطاني عمل په انټرنېټ کې خپور کړى دى، د امريکا متحده ايالات هېڅکله نه غواړي چې د نورو خلکو عقايدو او مذهبونو ته سپکاوى وکړي.)) هغې زياته کړې، چې د دې کړنې پر وړاندې د تاوتريخوالي رامنځته کولو بهانه نشته، امريکا له خپلو افغان همکارانو سره د متقابل احترام په عقيده ده. د افغانستان دولت هم پرون د ياد فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى په کلکه غندلى دى. له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه امريکايي فلم جوړوونکي او افراطي کشيش (ټري جونز) غير انساني عمل په نړۍ کې د اديانو او فرهنګونو ترمنځ د دښمنۍ او تقابل لامل ګرځېدلی چې د انسانانو ترمنځ سولې او ګډ ژوند ته شديده ضربه ده. سرچينې زياته کړې: ((موږ پوره باور لرو چې فلم جوړوونکی سام باسيل، افراطي کشيش (ټري جونز) او د دوی همفکره کسان له يوه ډېر کم او افراطي اقليت پرته، د بل چا استازيتوب نه شي کولای.))
دا په داسې حال کې ده، چې نن په کندهار کې ديني عالمانو، د جوماتونو امامانو، قومي مشرانو او دولتي چارواکود يوې غونډې له لارې حضرت محمد (ص) ته شوى سپکاوى په سختو ټکو وغندل او عاملينو ته يې دسزا غوښتنه وکړه.
بلخوا وسلوالو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه کار په کلکه غندلى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن