غزني ښار (پژواک ۲۳ وږى ۹۱): د غزني ښار په اوړندو سيمو او ولسواليو کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسلوال طالبان له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د وږي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د غزني ښار اړوند سيمو او په واغز ولسوالۍ کې يې نهه وسلوال طالبان له وسلو سره نيولي دي.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې يې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ريدي ګل او د هغه پنځه وسلوال له وسلو او يو شمېر چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال هم په ياده سيمه کې د ملي امنيت او ملي پوليسو له لوري عمليات روان دي.
سادات وايي، چې دغه راز يې د غزني ښار اړوند د خنجر په سيمه کې هم څلور وسلوال طالبان له وسلو سره نيولي دي.
د ده په خبره، دا هغه کسان دي، چې په وروستيو کي يې د غزني د ښار په منځ کې نا امني جوړه کړې وه.
بلخوا نن د ملي پوليسو له لوري د غزني ښار اړوند د خشک په سيمه کې هم يو لړ عمليات پيل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې څلور وسلوال کسان د خشک په سيمه کې له وسلو سره نيولي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په نيول شوو کې يو هغه طالب دى، چې څو ورځې وړاندې يې يو پوليس وواژه او د هغه وسله يې له ځان سره يوړه او نن مو له هماغې وسلې سره ونيو.))
امنيه قوماندان وايي، چې دغه عمليات يې د غزني ښار اړوند د خشک، اهنګران، کلاقاضي او نورو سيمو کې پيل کړي او تر هغه به دوام وکړي، څو يې دغه سيمې له وسلوالو نه وي پاکې کړې.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن