ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يوه قومي شخړه کې اووه تنه ووژل شول

په يوه قومي شخړه کې اووه تنه ووژل شول

author avatar
14 Sep 2012 - 15:03
په يوه قومي شخړه کې اووه تنه ووژل شول
author avatar
14 Sep 2012 - 15:03

پل علم (پژواک ٢٤ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د دوه قومونو ترمنځ د نښتې په پايله کې اووه تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د لوګر د ولايتي شورا مشر او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکټر عبدالولي د وږي په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له بېګا راهيسې په ياده ولسوالۍ کې د جاني خېلو او چوترخېلو قومونو ترمنځ د جلغوزيو د يو غره پر سر جګړه روانه ده.

د هغه په وينا، په جګړه کې د جاني خېلو له لوري پنځه تنه وژل شوي، دوه ټپيان دي او د چوتر خېلو له لوري دوه تنه وژل شوي  او جګړه اوس هم روانه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د سيمې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان د جاني خېلو قوم اړوند دى او له همدې امله ټول سيمه ييز وسلوال طالبان هم د جاني خېلو لوري سره دي او د چوتر خېلو په مقابل کې جګړه کوي.

عبدالولي وويل، چې سيمې ته تراوسه دولتي ځواکونه، نه دي ورغلي، خو د يادې ولسوالۍ نور قومونه د درېيمګړي په توګه هڅه کوي، چې جګړه ودروي.

د ازرې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال بختيار اشرف هم پژواک اژانس ته ياده مرګ ژوبله ومنله او زياته يې کړه، چې دوى سيمې ته ورغلي، خو جګړه په غرونو کې ده او دوى په کليو کې دي.

د ده په خبره، تراوسه يې له غرونو دوه مړي راکوز کړي او هڅه کوي، چې نور مړي او ټپيان هم راکوز کړي او له ټپيانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد جان اغا پژواک اژانس ته وويل، چې دولتي ځواکونه تراوسه سيمې ته نه دي ورغلي او جګړه په ډېر شدت سره روانه ده.

نوموړي هم وويل، چې په سيمه کې وسلوال طالبان د يوه لوري ملګرتيا کوي او دولت بايد خامخا مداخله وکړي، کنه مرګ ژوبله به خورا ډېره شي.

د لوګر ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه او وسلوالو طالبانو هم په دې تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.