ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څرخي پله زندان کې يو شمېر زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى

author avatar
14 Sep 2012 - 11:44
author avatar
14 Sep 2012 - 11:44

کابل ښار (پژواک ٢٤ وږى ٩١): د څرخي پله يو شمير زندانيان وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې يي د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى، خو د زندانونو عمومي قوماندان بيا دغه خبره په کلکه ردوي.

د څرخې پله يو تن زنداني محمد طارق نن (د وږى ٢٤ مه)  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پرون ورځې له درېيو بجو راهيسې د درېيم بلاک  ټولو زندانيانو، چې شمېر يې نږدې شپږ سوو ته رسيږي، د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

د هغه په وينا، د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې، بايد هر زنداني ته په ٢٤ ساعتونو کې يو نيم ساعت لمر ورکړل شي او د اسلامي زده کړو زمينه ورته برابره شي.

هغه چې ځان د درېيم بلاک د زندانيانو استازى بولي وايي: ((موږ ته نه لمر راکول کيږي او نه راته د اسلامي زده کړو زمينه برابره ده.))

د محمد طارق په خبره، په درېيم بلاک کې سياسي زندانيان دي، خو هغه اسانتياوې ورته نشته، چې په نورو بلاکونو کې يې سياسي زندانيان لري.

نوموړي زياته کړه: ((په شپږم بلاک هم سياسي زندانيان دي او موږ هم سياسي زندانيان يو، خو هغوى خپله ځان ته پخلى کوي، خو موږ ته اجازه نشته او هغوى تل اوبه لري، خو موږ ته يواځې په ٢٤ ساعتونو کې ٤٠ دقيقې اوبه راځي.))

دغه راز يو بل زنداني عبدالصمد د نوموړي خبرې تاييد کړې او ويې ويل، تر هغه، چې د دوى ستونزې هوارې نه شي، خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

ده زياته کړه: ((پرون له درېيو بجو نه مو اعتصاب کړى او امکان شته، چې زموږ ځينې ملګري ډېر ژر خپلې خولې هم په تار وګنډي.))

عبدالصمد وويل، چې د هېواد د قوانينو له مخې، په لسو مياشتو کې بايد د زنداني دوسيه بشپړه شي او که په دغه مو ده کې دوسيه بشپړه نه شي، ازاد بلل کېداى شي.

هغه وايي: ((زه يو سياسي بندي يم، چې ديارلس مياشتې مخکې نيول شوى يم، خو تراوسه يوې محکمې را باندې پرېکړه کړى ده.))

خو د زندانونو لوى رييس ډګرجنرال اميرمحمد جمشيدي پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې د ٦٠ په شاوخوا کې د درېيم بلاک زندانيانو تش په نوم اعتصاب کړى دى .

هغه زياته کړه: ((دروغ وايي، اعتصاب يې نه دى کړى، په کوټو کې يې د ډوډۍ ذخيره درلوده او هماغه خوري او شمېره يې هم شپږ سوه نه، بلکې ٥٠ يا ٦٠ تنه ده.))

ده وويل، چې د ټولو زندانيانو لپاره د څرخي پله په زندان کې د اسلامي زده کړو زمينه برابره ده او هغه زده کړې، چې د درېيم بلاک زندانيان غواړي د هغه زمينه به ورته کله هم مساعده نه شي.

جمشيدي زياتوي: ((دوى اسلامي تعلميات نه، بلکې د ځانمرګو بريد او نورو ترهګريزو اعمالو زده کړې غواړي، چې دا زمينه ورته کله هم نه شو برابرولى.))

نوموړي زياته کړه، چې د سياسي زندانيانو د دوسيو د څېړلو لپاره يو کمېسيون جوړ شوى، چې نن د جمعې ورځ هم په کار بوخت دى .

ده ومنله، چې په درېيم بلاک کې د اوبو ستونزه شته خو وايي، چې د دې بلاک ودانۍ تر کار لاندې ده، ځکه کله نا کله يې اوبه بنديږي.

جمشيدي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د درېيم بلاک د زندانيانو د اعتصاب اصلي لامل څه دئ؟ وويل: ((د دوى د اعتصاب اصلي موخه دا ده، چې له يوه بلاک څخه بايد بل بلاک ته انتقال نه شي او که چېرې انتقاليږي، نو ټول بايد يوځاى انتقال شي.))

د هغه په وينا، د ځينو پلانونو د شنډولو په موخه کله نا کله زندانيان له يوه بلاک څخه بل بلاک ته انتقاليږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.