ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي د ښځو چارو رييسه تښتول شوې ده

د دايکنډي د ښځو چارو رييسه تښتول شوې ده

author avatar
17 Sep 2012 - 12:33
د دايکنډي د ښځو چارو رييسه تښتول شوې ده
author avatar
17 Sep 2012 - 12:33

کابل ( پژواک، ٢٧ وږى ٩١ ) : ناپېژاندو وسلوالو د ميدانښار – باميان پر لويه لاره د دايکنډي ولايت د ښځو چارو رييسه له موټره ښکته کړې او تښتولې ده.
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي غلام حسين ناصري نن د وږي په ٢٧مه، د جرګې غونډې ته وويل ،چې د دايکنډي د ښځو چارو رييسه هوا رضايي پرون د ميدان وردګو ولايت اړونده ساحې څخه تښتول شوې ده.
هغه زياته کړه، چې نوموړې له دايکنډي څخه کابل ته روانه وه، چې د جلرېز ولسوالۍ او ميدانښار ترمنځ ساحې څخه ناپېژاندو وسلوالو له موټره ښکته کړې ده.
نوموړي او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د هغې په خوشې کولو کې جدي اقدامات وکړي.
هغه ګواښ وکړ، چې که ددايکنډي دښځو چارو رييسه ژر خوشې نه کړاى شي، نو دوى به يې پر ضد قوي غبرګون وښيي.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل ،چې پرون درې بجې د ميدان ښار اړونده د نهرفولاد شاوخوا سيمې څخه يوه ښځه له خپل سپين رنګ پرونر موټر سره تښتول شوې ده.
نوموړي زياته کړه ، چې دوى ته دا معلومه نه ده، چې ياده ښځه څوک ده ، خو د راخوشې کولو په اړه يې د سيمې د مخورو په مرسته هڅې پيل شوې دي .
د هغه په وينا، تراوسه پورې چا د ميدان وردګو ولايت مسوولين نه دي په جريان کې کړي ، چې د دايکنډي ولايت د ښځو چارو رييسه له دغه ولايت څخه تېريږي او نه يې د تښتولو په ړه ورسره تماس نيولى دى .
د دايکنډي ولايت د ولايتي شورا يوه غړي هادي رحيمزاده هم د هوا رضايي تښتونه تاييد کړه او ويې ويل ، چې د ميدانښار له کوټي عشېرو څخه تښتول شوې ده.
تراوسه پورى د ياد ښځې د تښتولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى .
ديادونې وړ ده ، چې په دې وروستيو کې د ميدانښار او باميان ترمنځ پر لويه لار کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.
د وږي په ١٩مه وسلوالو د ميدان ښار –جلريز پر لويه لاره د ملاخېلو په سيمه کې پنځه تنه له موټر څخه ښکته او بيا يې ووژل.
دا لومړى ځل نه دى، چې پر دې لارې د تښتولو او وژلو پېښې رامنځ ته کيږي، شاوخوا يوه مياشت مخکې هم وسلوالو په ياده سيمه کې شپږ هغه کسان وژلي وو، چې په ياده سيمه کې يې د بهرنيو ځواکونو په بېس کې کار کاوه، خو په يوه بل اقدام کې بيا امنيتي ځواکونو په همدې سيمه کې له وسلوالو هغه څلور تنه راخوشې کړل ، چې تر تښتولو وروسته يې له کورنيو څخه پيسې غوښتنې .

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.