غزني ښار (پژواک ۲۷ وږي ۹۱): امنيتي چارواکي وايې، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د وږي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ګيلان ولسوالۍ د پردل په سيمه کې ځانکړي عمليات کړي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ملافاروق په نوم د يوه طالب قوماندان د ډلې څلور وسلوال ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
بلخوا نوموړي زياته کړه، چې دغه راز بهرنيو ځواکونو په غزني ښار کې هغه مهال يو وسلوال طالب وواژه، چې پر دوى يې ډزې وکړې..
ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن