ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چپرهار ولسوال له چاودنې روغ ووت

author avatar
18 Sep 2012 - 09:44
author avatar
18 Sep 2012 - 09:44

جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د ننګرهار د چپرهار ولسوال حاجي صديق دولتزى نن سهار اووه بجې له چاودنې روغ ووت.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د دې ولسوالۍ د غوراباد او شيخ کلا ترمنځ پر سړک رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ولسوال موټر زيانمن او يو ملکي وګړى ټپي دى، خو نور چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
د چپرهار ولسوال صديق دولتزي، چې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار ورور دى، پژواک اژانس ته وويل، چې له کور څخه د دندې پر لور روان و، چې د غوراباد په سيمه کې يې د ساتونکو پر موټر چاودنه رامنځته شوه.
د نوموړي په وينا، د ساتونکو کرولا موټر يې زيانمن شوى ، خو ده او ملګرو ته يې کوم زيان نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه: ((په يو بل ملکي موټر کې د ماين چاودنې له امله يو تن ټپي شو، چې ما خپله د درملنې لپاره له ځان سره روغتون ته ولېږداوه.))
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او دعوه يې کړې، چې په دې چاودنه کې يې ولسوال له درېيو ساتونکو سره ټپي کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.