غزني ښار (پژواک ۲۹ وږی ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني د مقر ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوی ولسوال له دوه ملګرو سره وژل او شپږ نور وسلوال له يو شمېر وسلو سره نيول شوي دي.
په غزني ولايت کې د درېيمې لوا د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندانۍ وياند نظيف سلطاني د وږي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د مقر ولسوالۍ د چهاردېوال په سيمه کې بهرنيو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د ملاعبدالله په نوم د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ياد ولسوال دوه ملګري ووژل شول او شپږ نور وسلوال له يو شمېر وسلو او مهماتو سره ونيول شول.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوى ولسوال او ملګري يې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
سلطاني وايي، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او تراوسه بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۲۱ وسلوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن