ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى: په الينګار کې د ايساف بمبار هېڅ وسلوال مخالف نه دى وژلى

پلاوى: په الينګار کې د ايساف بمبار هېڅ وسلوال مخالف نه دى وژلى

author avatar
19 Sep 2012 - 16:04
پلاوى: په الينګار کې د ايساف بمبار هېڅ وسلوال مخالف نه دى وژلى
author avatar
19 Sep 2012 - 16:04

جلال اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي له خوا د لغمان د الينګار د بمبارۍ د څېړلو په موخه د ټاکل شوي پلاوي مشر وايي، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي ملکي وګړي دي او هلته هېڅ يو وسلوال مخالف نه دى وژل شوى.
ايساف ځواکونو درې ورځې مخې د الينګار ولسوالۍ د نورلام درې پر غرنيزې سيمې هوايي بمبار کړى و، چې له امله يې اته ښځې ووژل شوې او يو شمېر نورې ټپيانې وې.
ولسمشر حامد کرزي د دې پېښې د غندنې ترڅنګ د ولسي جرګې د غړي شجاع الملک جلاله په مشرۍ يوه پلاوي ته، چې په کې د دفاع، کورنيو چارو وزارتونو، ملي امنيت او سيمه ييزو ارګانونو غړي شامل وو، دنده وسپارله، چې دا پېښه له نږدې وڅېړي.
شجاع الملک جلاله نن (د وږي ٢٩مه) چې له لغمان څخه بېرته کابل ته ستون شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې وليدل.
هغه زياته کړه، چې د ايساف په دغه هوايي بريد کې اووه ښځې وژل شوې او د يوه ماشوم زړه د بمونو د لوړ غږ له امله چاودېدلى و.
د جلاله په وينا، په دې پېښه کې ١٩نورې ښځې او ماشومان ټپيان شوي وو، چې د درملنې په موخه د مهترلام او جلال اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پلاوي مشر وويل، چې د ايساف په دغه هوايي بريد کې هېڅ وسلوال مخالف نه دى وژل شوى.
نوموړى وايي، چې ايتلافي ځواکونو پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او له خلکو يې بښنه غوښتې ده.
د ولسمشر له خوا د ټاکل شوي پلاوي مشر وويل، چې دوى د الينګار د پېښې په اړه راپور چمتو کړى او نن به يې په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي ته وسپاري.
نوموړي زياته کړه، چې د مرستو ځانګړي کوډ ته يې د زيانمونو لېستونه برابر کړي، څو د ولسمشر له خوا ورسره نغدي مرستې ترسره شي.
د مشرانو جرګې پخواني غړي او د پشه يي قومي شورا مشر عبدالخالق حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر کرزي له دې پېښې وروسته د محمود طالب په نوم يوه قومي مشر ته ټيلېفون وکړ او پر دې پېښه يې خواشيني څرګنده کړه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې راغلي پلاوي له والي، مرستيال والي، قومي مشرانو، قربانيانو، له کورنيو او ايتلافي مشرانو سره له تېرو دوو ورځو راهيسې ليدلي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه پنځه کسيزه پلاوي کې د جنرال دستيار او جنرال برکت په نومونو د ملي امنيت او دفاع وزارت استازو هم ګډون درلود.
ځواک وويل، چې دى د راغلي پلاوي د راپور له جزئياتو ناخبره دى او پر وينا يې، پلاوى به خپل نظر ولسمشر ته سپاري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.