ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د سواد زده کړې ٥٠٠ کورسونه جوړيږي

په ننګرهار کې د سواد زده کړې ٥٠٠ کورسونه جوړيږي

author avatar
19 Sep 2012 - 15:30
په ننګرهار کې د سواد زده کړې ٥٠٠ کورسونه جوړيږي
author avatar
19 Sep 2012 - 15:30

جلال اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې په دغه ولايت کې د لوړ عمر لرونکو نا لوستو خلکو لپاره د ليک لوست د زده کړې پنځه سوه نهه مياشتني کورسونه جوړوي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ديارلس ولسواليو کې به دغه کورسونه جوړ کړي.
هغه زياته کړه، چې د سواد زده کړې د کورسونو زده کوونکي په هغه کسان وي، چې ښوونځى يې نه وي ويلى او عمرونه يې له ١٥ څخه تر څلوېښت کلونو پورې وي.
شينواري وويل: ((زده کوونکي به شپېته سلنه ښځې وي.))
د پوهنې د رياست وياند وايي، چې د وزارت له لوري به هغه دوه کتابونه د کورسونو زده کوونکو ته تدريس کېږي، چې په همدې موخه چاپ شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ وزارت د دوى لپاره د پښتو او حساب دوه کتابونه لري، چې لومړى يې په شپږو او دويم يې په درې مياشتو کې تدريس کېږي.))
شينواري وويل، چې د کورسونو ښوونکو ته به د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان (يونسکو) له لوري معاشونه ورکول کېږي، چې د يوې ازموينې له لارې ورته نيول شوي دي.
د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو کلي يوه اوسېدونکي انعام الله پژواک ته وويل، چې د بېوزلۍ له امله ترې ښوونځى پاتې شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې که په سيمه کې يې دغه ډول کورس پرانيستل شي ځان به په کې شامل کړي.
د کامې ولسوالۍ د شېرګړ کلي يوه اوسېدونکي محمدطاهر پژواک ته وويل، چې د خور له دوو زامنو څخه يې د اقتصادي ستونزو له کبله زده کړې پاتې شوې دي.
د نوموړي په وينا، په خپله يې دواړه خورېيونه يې په نهه مياشتني دغه کورس کې شامل کړي، چې پرون په ولسوالۍ کې پرانيستل شو.
په پېښور کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د لومړنيو زده کړو د پروګرام يوه پخواني ټرينر حاجي اسحاق کوټوال پژواک ته وويل، چې د ده د تجربو له مخې د نهو مياشتو موده د سواد د زده کړې لپاره کمه ده.
نوموړي وړانديز وکړ، که دغه موده دوو کلونو ته وغځول شي، ښايي زده کوونکي يې کتاب روان ولوستلى شي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار د پوهنې رياست يوه اوونۍ وړاندې په دغه ولايت کې د سلګونو کليوالي ښوونځيو د پرانيستو خبر هم ورکړى و.
ننګرهار د نږدې نهه سوه زره زده کوونکو لپاره اووه سوه بابه ښوونځي لري، چې درې سوه يې ودانۍ نه لري.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.