ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کامدېش نښته د ٤٢ تنو پر مرګ ژوبلې پاى شوه

د کامدېش نښته د ٤٢ تنو پر مرګ ژوبلې پاى شوه

author avatar
20 Sep 2012 - 10:41
د کامدېش نښته د ٤٢ تنو پر مرګ ژوبلې پاى شوه
author avatar
20 Sep 2012 - 10:41

جلال اباد (پژواک ٣٠ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه تېر ماښام د ٤٢ تنو پر مرګ ژوبلې پاى ته ورسېده.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د وږي په ٣٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د چهارشنبې په سهار پيل شوې جګړه تېر ماښام د ١٥ وسلوالو په وژلو او ٢٠ نورو په ټپي کېدو پاى ته ورسېده.
د هغه په وينا، د دولت سلګونو مخالفو وسلوالو د پاکستان د سرحدي ملېشو پر ملاتړ تېره ورځ له څلورو خواوو پر کامدېش ولسوالۍ پراخه جګړه پيل کړې وه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې جګړه کې څلور پوليس هم وژل شوي او درې ټپيان دي.
نورستاني وويل، چې وسلوالو مخالفينو له ماتې وروسته د تېښتې په وخت کې د سيمې د اوسېدونکو اته کورونه هم سوځولي دي.
ده زياته کړه: ((زه دقيق راپور لرم، چې پاکستاني پوځي مشران د کامدېش مهردېش ته را اوښتي او د جګړې قومانده يې پر غاړه درلوده.))
د نورستان امنيه قوماندان وويل، په جګړه کې ورسره د ملي اردو سرتېرو د هوايي او ځمکني ځواکونو مرسته ترسره کړې‌، پر ولسوالۍ يې د مخالفينو محاصره ماته کړې او ټوله شپه دواړه ښکېلې غاړې د جګړې له بشپړ تياري سره يو بل ته ګوته په ماشه وې.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې د وسلوالو مخالفينو له وژل شوو څوارلس مړو څخه شپږ يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو ته په هوايي بريد کې هم درانه زيانونه اوښتي، خو د تلفاتو کره شمېره يې په لاس کې نه لري.
کامدېش او برګمټال د نورستان هغه نا ارامې ولسوالۍ دي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پراخو جبهه يي جګړو شاهدې دي.
د دغو ولسواليو ترڅنګ د وانت وايګل ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو مخالفينو په ولکه کې ده.
وسلوالو طالبانو د جګړې د پاى ته رسېدو او وروستيو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.