ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
20 Sep 2012 - 19:40
author avatar
20 Sep 2012 - 19:40

کندهار ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې د دې ښار په لومړۍ حوزه کې د ماين چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د برېښناکوټ پول په سيمه کې چاودنه رامنځ ته شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى په ځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.

د فيصل په وينا، په پېښه کې يو ماشوم او يو پوليس وژل شوي، د دوو ماشومانو او يوه پوليس په ګډون درې تنه ټپيان دي.

د محمدسليم په نوم يوه عيني شاهد چې په ياده سيمه کې دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ګڼه ګوڼه وه او خلک د خپلو کورونو په لور روان وو.

ده زياته کړه، د چاودنې له امله يو شمېر پوليس او ماشومان مړه او ټپيان شول.

د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک ته وويل، دوى ته دوه جسدونه او درې ټپيان وروړل شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تردې دمه کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

کندهار ښار کې په دې وروستيو کې د سړک غاړې چاودنې کمې شوې وې، خو په دا دوو ورځو کې دا دوهمه چاودنه ده، چې رامنځ ته کېږي؛ په دې پېښو کې د پوځي کسانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

 تېره ورځ هم، د کندهار د پنجوايي د دوه لارې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه کې نهو تنو ته، چې ملکيان هم په کې شامل وو، مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.