ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته د پاکستانۍ خپرونو واردول منع اعلان شول

هېواد ته د پاکستانۍ خپرونو واردول منع اعلان شول

author avatar
22 Sep 2012 - 13:16
هېواد ته د پاکستانۍ خپرونو واردول منع اعلان شول
author avatar
22 Sep 2012 - 13:16

کابل -جلال آباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): د کورنيو چارو وزارت پاکستانۍ خپرونې د ديني، فرهنګي او ټولنيزو ارزښتونو خلاف وبللې او هېواد ته يې واردول ممنوع اعلان کړل.

په هغې ابلاغيه کې، چې نن (د تلې لومړۍ نېټه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې په دې وروستيو کې ټولو پاکستانيو ورځپاڼو، چې د طالبانو اړوند د ځانګړو کړيو له خوا د عامه ذهنونو د مغشوشولو لامل کېږي، د افغانستان د ملي ګټو ضد تبليغات په لاره اچولي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغو نشريو په دې وروستيو کې د افغانستان د خلکو د ګټو پر ضد او د طالب وياندويانو د تبليغاتو د يوې سرچينې په توګه په مغرضانه خپرونو لاس پورې کړى، چې په ختيځو ولايتونو، په ځانګړې توګه په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د هېوادوالو د اندېښنې لامل شوې دي.

په دې ابلاغيه کې ويل شوي، چې د کورنيو چارو وزارت د يوې لارښوونې له لارې لومړي لمبر سرحدي زون قوماندانۍ او د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايت امنيه قوماندانيو ته د دغو خپرونو واردول منع اعلان کړي او د راټولولو امر يې صادر کړى دى.

د کورنيو چارو وزارت د دغو نشريو خپرول په هېواد کې د بيان د ازادۍ د ټولو منل شوو معيارونو خلاف بولي او وايي، چې د دغو نشريو ډېرى خپرونې، چې په ځانګړې توګه افغان ځواکونه په کې په نښه شوي، د افغانستان د خلکو د ديني، فرهنګي او ټولنيزو ارزښتونو خلاف دي او د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره افغانستان ته را استول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې يو شمېر کارپوهانو هېواد ته د پاکستانۍ خپرونو په واردولو د نيوکې په ترڅ کې ويلي وو، چې دغه نشريې د ملي ګټو ضد خپرونې کوي او دولت يې بايد د واردولو مخه ونيسي.

له څو کلونو راپه دېخوا، يو شمېر پاکستانۍ ورځپاڼې، چې په پښتو او اردو ژبو نشرات کوي، ختيځو ولايتونو ته راوړل کېدې او ښه بازار يې هم درلود.

په دغو نشريو کې ډېرى وختونه د ملي ګټو، حکومت، افغان امنيتي ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو ضد خبرونه او موضوعات خپرېږي.

همدارنګه د شهادت ورځپاڼه، چې د حزب اسلامي اړوند ده او دولتي ضد خپرونې کوي، په ازاد ډول د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې پلورل کېږي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د دغو نشريو د منعه کېدو له اعلان نه خبر شوى، خو هغوى ته تر دې مهاله په رسمي ډول لارښوونه نه ده شوې.

خو په ختيځ کې د لومړي لمبر سرحدي زون پوليسو قوماندان سمونوال ولي خان شينوارى وايي، چې د کورنيو چارو وزارت د پاکستانۍ ورځپاڼو په اړه دوى ته شفاهي هدايت کړى او د دې لارښوونې له مخې نه پرېږدي، چې پاکستانۍ ورځپاڼې هېواد ته راوړل شي.

له بلې خوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم وايي، چې دوى دوه ځلې د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته مکتوب استولى او د پاکستانۍ ورځپاڼو د منع کېدو په اړه يې له هغوى نه لارښوونه غوښتې ده، خو دغه وزارت تر اوسه په دې اړه دوى ته کومه لارښوونه نه ده کړې.

د نرګس د خصوصي راډيو مسؤول او د ننګرهار پوهنتون استاد شفيق الله رحماني د کورنيو چارو وزارت اقدام پر ځاى او ښه بولي او وايي، چې پاکستانۍ نشريې داسې مسايلو ته لمن وهي، چې په افغانستان کې د جګړې اور تازه کوي.
هغه وويل، چې دولت بايد د هغو ګاونډيو هېوادونو د نشريو له واردولو، چې له شمالي ولايتونو سره پوله لري، هم مخنيوى وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.