جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د يو موټر او موټرسايکل د ټکر له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د بهسودو ولسوالۍ په بلندغر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر کړى، چې له امله يې دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، پر ياد موټرسايکل څلور تنه سپاره وو، چې د بهرنيو ځواکونو له موټر سره يې ټکر وکړ او له امله يې دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د دې پېښې په اړه پوليس څېړنه کوي، چې سرغړونه د چا له خوا شوې ده.
په ختيځ کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته د پېښې د پخلي ترڅنګ د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړه.
ويل کېږي، چې په موټرسايکل سپاره ياد څلور تنه د همدغې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر سيد افندي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام له يادې پېښې دوه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي، خو وايي، چې يوه ټپي په روغتون کې ساه ورکړې او بل له لومړنۍ درملنې وروسته پېښور ته ولېږدول شو.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن