د غزني زده کوونکي په مورنۍ ژبه زده کړې غواړي

غزني ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۱): د غزني د يو شمېر پښتون مېشتو سيمو زده کوونکي وايي، چې په سيمو کې يې ښوونځي تړلي او په غزني ښار کې هم ښوونځي په دري ژبه دي، چې دوى يې نه شي لوستى.
د هغوى په وينا، د وسلوالو له وېرې دوى ښوونځيو ته نه شي تلای او په مرکز کې د ټولو ښوونځيو تدريسي ژبه دري ده.
د غزني ولايت ډېرى ولسوالۍ پښتون مېشتې دي، خو د دغه ولايت په مرکز او ګڼو ولسواليو کې ښوونځيو ته په دري ژبه ليکل شوي کتابونه لېږل کېږي.
د غزني ښار يوه زده کوونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په ټولو ښوونځيو کې په پښتو ژبه تدريس نشته او يواځې يوه لېسه ده، چې هلته هم هغه کسان ځي، چې واسطه ولري.
نوموړي زياته کړه: ((په اوسني حالت کې زيات شمېر پښتانه په ښار کې اوسېږي او په سيمو کې يې ښوونځي تړلي دي او يا هم ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان ښار ته د زده کړو په موخه راځي، خو دلته ورته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه نه ده برابره.))
د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمداکرم پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې تر نيمايي ډېر ښوونځي تړل شوي، يو شمېر يې ښوونکي نه لري او پاتې نورو ته يې په دري ژبه ليکل شوي کتابونه ور لېږل کېږي.
د ده په خبره، په اندړو ولسوالۍ کې په تېرو لسو کلونو کې پوره ښوونځي نه دي فعاله شوي او زده کوونکي يې اړ دي، چې ښار ته په زده کړو پسې لاړ شي.
نوموړی وايي: ((په ولسوالۍ کې ښوونځي تړل شوي دي، په ښار کې په پښتو ژبه تدريس نه وي، اخر زده کوونکي څه وکړي؟ مجبوره دي چې ښوونځي پرېږدي او بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.))
محمداکرم د غزني د پوهنې پر رييس نيوکه کوي او وايي، چې د دې ترڅنګ يې نورې ستونزې هم زده کوونکو ته جوړې کړې دي.
دى وايي، په ولسواليو کې د پرانيستو ښوونځيو ښوونکي بيا دومره وړتيا نه لري، چې زده کوونکي سم وروزي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دغې ستونزې سرټکوي او وايي، چې په تېرو څو کلونو کې يې له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د دوى د مورنۍ ژبې ستونزه هواره نه شوه.
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکى بصير، چې د دوولسم ټولګي زده کوونکى دی وايي، چې په خپله ولسوالۍ کې يې هم د زده کوونکو لپاره په پښتو ژبه لېسې نشته.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په ده يک کې ډېر ښوونځي د امنيتي او نورو ستونزو له امله تړلي دي.))
بصير وايي، چې له شپږم ټولګي څخه وروسته يې ټولې زده کړې په دري ژبه کړې او اوس هم ډېرې ستونزې لري او نه شي کولاى درس په سم ډول زده کړي.
عزت الله، چې له اندړو د غزني ښار ته په زده کړو پسې راغلی او اوس مهال د دغه ښار د شامير لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي، چې په ښوونځي کې يې نيمايي زده کوونکي پښتانه دي، خو درسونه يې په دري ژبه دي او دوى ډېرې ستونزه ورسره لري.
نوموړی وويل: ((د غزني په ښار کې ډېرې لېسې شته، چې د هرې لېسې په هر ټولګي کې تر ډېره زده کوونکي پښتانه دي، خو له دوى څخه دا حق اخيستل شوی، چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.))
د هغه په وينا، دري هم د هېواد رسمي ژبه ده، خو پښتو هم همدغه حيثيت لري او پښتانه حق لري، چې په پښتو ژبه زده کړې وکړي.
د غزني د پوهنې رياست وياند غالب هم ياده ستونزه ومنله او زياته يې کړه، چې دا رښتيا ده، چې په غزني کې يواځې يوه لېسه د پښتنو لپاره ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې اړه په پام کې لرو، چې له پوهنې وزارت سره خبرې وکړو، څو دغه ستونزه راکمه شي.))
د ده په خبره، په ټول ښار کې يوه لېسه د کوچيانو لپاره لري، چې هلته ليليه هم شته او هغه زده کوونکي په کې وي، چې له لرو پرتو ولسواليو څخه راغلي دي.
هغه زياته کړه، دوی هڅه کړې ده، چې هغو ښوونځيو او لېسو ته، چې تدريسي ژبه يې دري ده، څو تنه پښتانه استادان ولېږي، خو د پښتو ښوونځيو جوړول په پوهنې وزارت پورې اړه لري.
غالب وويل، چې په يو شمېر ښوونځيو کې يې پښتانه ښوونکي پر دندو ګومارلي او زده کوونکي کولاى شي، چې له دغو ښوونکو څخه خپلې ستونزې هوارې کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د يادونې ده، چې د غزني ښار په منځ کې ټول ۷۵ ښوونځي فعال دي، چې يواځې په يوه لېسه کې په پښتو تدريس کېږي.

نښه: 

نظر ورکړئ