ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو کې شل طالبان او دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

په اندړو کې شل طالبان او دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
23 Sep 2012 - 13:49
په اندړو کې شل طالبان او دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
23 Sep 2012 - 13:49

غزني ښار (پژواک ۲ تله ۹۱): د پاڅون مشران وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ٢٠ وسلوال طالبان او د ولسي پاڅون دوه سيمه ييز قوماندانان وژل شوي دي.
په غزني ولايت کې د ولسي پاڅون يو قوماندان هيبت خان د تلې په ٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې وسلوالو طالبانو د دوى پر پوستو بريد وکړ.
د ده په خبره، دغه نښتې د سهار تر شپږ نيمو بجو دوام وکړ، چي په ترڅ کې يې ٢٠ وسلوال طالبان، چې اته يې پنجابيان او څلور وزيرستاني وو وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه نښته کې د دوى له ملګرو د مستانه او قهرمان په نومونو دوه سيمه ييز قوماندانان هم وژل شوي او دری تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې له طالبانو سره پاکستاني پوځيان او د وزيرستان طالبان هم وو، چې ورسره ولسي پاڅون کوونکو تر سهاره مقاومت وکړ، خو وروسته ورسره مرمۍ خلاصې شوې.
هېبت خان وايي: ((د نښتې پر مهال وسلوالو طالبانو د سيمې دوه سپين ږيري هم ووژل او له نښتې وروسته يې دوو کورونو ته اور اچولی او څو تنه سپين ږيري يې هم له ځان سره وړي دي.))
دى وايي، چې څو ورځې مخکې يې امنيتي چارواکو ته خبر ورکړی و، چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان او وزيرستاني طالبان له افغان طالبانو سره يو ځای شوي او پر دوی د بريد تابيا لري، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه.
د سيمې خلک هم وايي، چې نن سهار وختي د اندړو په صاحب خان او کنسف سيمو کې د وسلوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنه نښته شوي، چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د صاحب خان د سيمې يو اوسيدونکي پاچاخان پژواک اژانس ته وويل،چې سهار مهال په نښته کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اورېدل کېدل.
نوموړي زياته کړه: ((سهار موږ په خپلو سترګو وليدل، چې د دواړو خواوو کسان وژل شوي وو، هم د طالبانو مړي پراته وو او هم د ولسي پاڅون کوونکو، خو کره معلومات يې نه لرم.))
خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې په دغه نښته کې يې ۱۲ اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او دوى ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې په دغه نښته کې يې د اربکيانو پر پنځو پوستو بريد کړی، چې له امله يې دوه قوماندانان له اتو تنو سره وژلي،څلور يې ټپيان کړي او درې پوستې يې نيولې دي.
له بيا بيا هڅو سره ونه توانيدو، چې په دې اړه په غزني کې د دولتي چارواکو نظر واخلو.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.