ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د امريکا او فرانسې پر ضد سوله ييز لاريون وشو

په ننګرهار کې د امريکا او فرانسې پر ضد سوله ييز لاريون وشو

author avatar
23 Sep 2012 - 08:28
په ننګرهار کې د امريکا او فرانسې پر ضد سوله ييز لاريون وشو
author avatar
23 Sep 2012 - 08:28

جلال اباد ( پژواک ٢ تله ٩١ ) : د ننګرهار ولايت سلګونو تنو په امريکا کې د جوړي شوي اسلام مخالف فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريون وکړ او د نږدې دوو ساعتونو لپاره يې د تورخم – جلال اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.
د ننګرهار د لعل پورې ولسوال قيوم خان د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لعل پورې ولسوالۍ شاوخوا دوه نيم زرو اوسېدونکو د سهار له شپږ نيمو بجو راهيسې د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په اړه د جوړ شوي توهينوونکي فلم د خپرولو په غبرګون کې په لاريون لاس پورې کړى وو.
هغه زياته کړه ،چې لاريون کوونکو د سهار په اووه بجې د هېواد ختيځه لويه لار وتړله.
قيوم خان وويل، چې د لويې لارې د تړلو له امله د واټ دواړو غاړو ته لسګونه موټر ايسار پاتې وو.
د لعل پورې ولسوال وويل، چې د سهار شاوخوا نهه نيمې بجې دغه سوله ييز لاريون پاى ته ورسېد او د مومند درې ولسوالۍ د کمکي خيبر او ډکې په سيمو کې د تورخم -جلال اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه.
د لعل پورې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ملک دروېش خان پژواک اژانس ته وويل، چې ددغې ولسوالۍ له ټولو سيمو څخه سلګونو اوسېدونکو په لاريون کې برخه درلوده.
ملک دروېش وويل، لاريون کوونکو د امريکا پرضد شعارونه ورکول.
د نوموړي پر وينا، لاريون کوونکو د امريکايي کشيش تريجونز د توهينوونکي فلم په خپرونکو او جوړونکو او په فرانسه کې د هغو خلکو د محاکمې غوښتنه کوله، چې د اسلام ستر استازي ته يې د سپکاوي نسبت کړى.
د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي روح الله پژواک ته وويل، لاريون کوونکو غوښتنه کوله، چې افغان دولت او اسلامي نړۍ دې له امريکا سره هر ډول ديپلوماتيکې اړېکې غوڅې کړي.
د تورخم -جلال اباد پرلويه لار د يوه بار وړونکي موټر چلوونکي عزيز الرحمن پژواک ته وويل، چې له کابله يې د پېښور په نيت پياز بار کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد لاريون کوونکو ته اجازه ور نه کړي، چې لويې لارې وتړي.
عزيزالرحمن وويل: (( پر موږ دومره ناوخته دى ، چې د مال له ګمرکولو وروسته تر ماښامه له تورخم دروازې د اوښتو نوبت نه را رسيږي.))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې لاريون سوليزه بڼه درلوده او کوم تاوتريخوالى يې نه درلود .
تر دې وړاندې ددغه ولايت په غني خېلو، سره رود او جلال اباد ښار کې د امريکايي فلم پر ضد محصلينو او ولسي وګړيو لاريونونه ترسره کړي وو.
د يادونې ده، چې په امريکا کې د اسلام دستر پيغمبر پر ضد د جوړ شوي فلم او په فرانسه کې د حضرت محمد (ص) د کارتونونو خپرولو پر ضد په افغانستان او ټوله نړۍ کې د لاريونونو لړۍ پيل شوې، چې اوس هم ادامه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.