ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په نا امنو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي

د غزني په نا امنو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي

author avatar
24 Sep 2012 - 15:59
د غزني په نا امنو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي
author avatar
24 Sep 2012 - 15:59

غزني ښار (پژواک ۳ تله ۹۱): په جنوب ختيځ کې د ۵۰۵ سپين غر زون قوماندان وايي، چې د غزني په نا امنو ولسواليو کې به د ښه امنيت په موخه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کړي. د ۵۰۵ سپين غر زون قوماندان عصمت الله عليزي ، چې نن (د تلې ٣ مه) غزني ولايت ته په سفر راغلى و، په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د غزني په ټولو نا امنو ولسواليو کې به سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى شي، چې په اندړو کې پرې دغه مهال کار پيل شوى دى. د هغه په وينا، د دوى يوه ډله اوس مهال په اندړو کې د سيمه ييزو پوليسو پر جوړولو کار کوي، چې هلته به تر نورو ولسواليو مخکې ځاى پر ځاى شي. که څه هم عليزي د سيمه ييزو پوليسو شمېر په ډاکه نه کړ، خو څه موده وړاندې د کورنيو چارو پخواني وزير بسم الله محمدي ويلي وو، چې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې به ۱۵۰۰ سوه سيمه ييز پوليس پر دندو وګوماري. عليزي د کابل-غزني د لويې لارې په اړه وويل، چې ډېر ژر به د دغې لارې په اوږدو کې د ملي پوليسو امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړي. نوموړي زياته کړه: ((مخکې د دې لويې لارې امنيت ډېر خراب و، خو اوس يو څه ښه شوى او په راتلونکي کې به نور هم ښه شي.)) هغه په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون پيل د طالبانو د ځپلو لپاره يو ښه ګام وباله او ويې ويل، دوى چمتو شوي، چې له پاڅون کوونکو سره په هره برخه کې مرسته وکړي. په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدلو د غزني يو شمېر ښاريان وايي، چې دا پوليس به کومه ګټه ونه لري. د غزني ښار يوه اوسېدونکي اخترمحمد پژواک اژانس ته وويل: ((موږ او تاسو يې وينو، چې په نورو سيمو کې خلک له سيمه ييزو پوليسو سر ټکوي او دا به په غزني کې هم ډېرګټور نه وي.)) د هغه په وينا، چې دغه کسان به مسلکي زده کړې نه لري او دوى ته سمه روزنه هم نه ورکول کېږي او له همدې امله ډېرى وخت خپلسري کارونه کوي. د يادونې ده، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو ترڅنګ نږدې پنځه مياشتې وړاندې د سيمې خلک هم د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.