کابل (پژواک ٣ تله ٩١): تېره اونۍ درېيو تنو تنکيو ځوانانو د کابل د قره باغ ولسوالۍ د “کارېز” په کلي کې ځانونه غرغره کړي، چې دوه يې مړه او يو يې ژغورل شوي دى.
د دغه کلي ملک شاه اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو کسانو د تېرې اوونۍ په بېلابېلو ورځو کې ځانونه غرغره کړي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړى د علي محمد په نوم ٢٢ کلن ځوان د شپې له خوا د انځر په ونه کې پر رسۍ ځان راځړولى او مړ شوى و.
د ده په وينا، بله ورځ ١٧ کلن محراب الدين د ورځې له خوا د توت په يوه ونه کې ځان غرغره کړى او مړ شوى و.
ملک شاه اقا وايي، چې وروستۍ پېښه د ١٦ کلن محمد سعيد وه، چې د ورځې له خوا يې د توت په ونه کې ځان ځړولى و، خو خلکو ليدلى و او له مرګ وژغورل شو.
سرچينې زياته کړه، چې محمدسعيد يوه ورځ په روغتون کې و او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې يو له بل سره تړاو نه لري او د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې دي.
شاه اقا وايي، ده د علي محمد له پلار سره په دې اړه خبرې کړې او هغه ورته ويلي، چې له زوى څخه يې د وېښتانو د کمولو غوښتنه وکړه، خو له دې امله چې هغه ونه منله، زوى يې په څپېړو وواهه.
د علي محمد پلار شاه اقا ته ويلي، چې وروسته يې زوى ځان وواژه .
شاه اقا د دوو نورو پېښو په اړه جزئيات ورنه کړل خو بيا بيا يې ويل، چې يواځې کورنى تاوتريخوالى يې لامل دى.
د قره باغ ولسوال محمدحنيف صديقي وايي، چې په دې اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او تر دې دمه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې دغه پېښې د کورني تاوتريخوالي او د مور او پلار له خوا د زامنو د ګواښلو له امله رامنځته شوې دي.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د مړو شوو يادو دوو تنو له کورنيو او يا هم له ژغورل شوي محمد سعيد سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
دا لومړى ځل دى چې د قره باغ په کارېز کلي کې ځان وژنه کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن