چغچران (پژواک، ٣ تله ٩١): د غور د دولينه ولسوالۍ په بند باين سيمه کې د ماين په دوو پر له پسې چاودنو کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال حسين صفوي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين ته تېره ورځ له غرمې وروسته له لرې د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، چاودنې وروسته له هغه رامنځته شوې، چې پوليسو دوه تنه موټرسايکل سپاره له يو ميل کلاشينکوف سره ونيول او د دولينه ولسوالۍ مرکز ته يې لېږدول.
دى وايي، لومړۍ چاودنه په هغه نيول شوي موټرسايکل وشوه، چې يو تن پوليس پرې د پوليسو له رينجر موټر څخه يو څه مخکې روان و.
د ده په وينا، دويمه چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې د پوليسو رينجر موټر د چاودنې ځاى ته ورنږدې شو.
د دولت وسلوالو مخالفينو د يادو چاودنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولايت په شينکوټ ( پسابند) ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو رينجر موټر په ماين الوځولى دى.
سرچينه دعوه کوي، چې په دې چاودنه کې پنځه دولتي سرتېري وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.
خو د غور امنيه قوماندان پاسوال دلاورشاه دلاور دغه څرګندونې په کلکه ردکړې .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن