غزني ښار (پژواک، ۴ تله ۹۱): د غزني امنيتي چارواکي وايي ، چې د دې ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يوتن وژلى او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د تلې ٤مه) له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ د لاغري په سيمه کې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، پنځه ملکي وګړي په يوه کرولا ډوله موټر کې سپاره وو ، چې موټر يې په دغه ماين ختلى او په ترڅ کې يې يوتن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د سادات په وينا، د پېښې ټپيان نږدې روغتون وړل شوي دي.
که څه هم د غزني د ملي امنيت رييس د دغې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانواچوي، خو وسلوالو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
لاغري د غزني د جغتو او رشيدانو ولسواليو ترمنځ پرته ناارامه سيمه ده، چې زيات شمېر وسلوال طالبان په کې مېشت دي او ډېرى وخت ترېنه داسې رپوټونه راځي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن